لاریجانی: ریاض ترهه ګرې ډلې د ایران په خلاف لمسوی
د ایران د اسلامی شورا د جرګې مشر له ایران سره د دښمنۍ لپاره د صهیونېسټ رژیم او سعودی په ملګرتیا باندې په تاکید سره وویل: ریاض په سیمه کښې ترهه ګرې او انقلاب ضده ډلې د ایران د اسلامی جمهوریت په خلاف لمسوی.
د خانه ملت خبری اژانس د رپوټ له مخې ډاکټر علی لاریجانی نن په قم کښې د ایران او د مقاومت د محور د فعالیتونو په با ره کښې د صهیونېسټ رژیم او سعودی اندېښنو ته په اشارې سره وویل: تل ابیب او ریاض په وروستیو کلونو کښې په نړیوالو او سیمه ایزو مسائلو کښې د ایران په خلاف جدی اقدامات ترسره کړی دی.
لاریجانی همدارنګ د برجام د اجرا په چلند کښې د واشنګټن د غلیمانه اقداماتو په باره کښې تاکید وکړ، د امریکې او د هغې د اروپائی انډیوالانو ترمېنځ د ایران د اېټمی مسئلې په اړه درز رامنځته شوے دے.
د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ تل د برجام د نورو خواو د دریځونو په اپوټه ویلی دی چې برجام یوه وحشتناکه موافقه ده.