یمن د سعودیانو لخوا خپله محاصره وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59007-یمن_د_سعودیانو_لخوا_خپله_محاصره_وغندله
د یمن د بهرنیو چارو وزارت د خپل هیواد د ځمکنیو، سمندري او هوايي سرحدونو بندیدل د یمن په مقاومو خلکو باندې په پراخه حمله کښې د سعودي د سیاسي او پوځي مشرانو د سربدالۍ او څرګندې ماتې نښه وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 07, 2017 10:31 Asia/Kabul
  • یمن د سعودیانو لخوا خپله محاصره وغندله

د یمن د بهرنیو چارو وزارت د خپل هیواد د ځمکنیو، سمندري او هوايي سرحدونو بندیدل د یمن په مقاومو خلکو باندې په پراخه حمله کښې د سعودي د سیاسي او پوځي مشرانو د سربدالۍ او څرګندې ماتې نښه وبلله.

د العالم ټي وي چینل د خبر له مخې د یمن خارجه وزارت په یوه خبرپاڼه کښې د خپل هیواد د ځمکنیو، سمندري او هوايي سرحدونو بندیدل یوه زړه موضوع وبلله او ویې ویل: دا اقدامات د سعودي رژيم د حملې له پیل سره د نیغ په نیغه او پلان شوي کړاو ښودنه کوي چې په دې تیرو کلونو کښې د یمنیانو د ستونزو او لوږې د زیاتولو او ورته د ماتې ورکولو په موخه تعقیب شوي دي.

د یمن د خارجه وزارت په بیانیه کښې همداشان پر دغه هیواد تیري کښې د سعودي رژیم غیرانساني اقدامات، د صنعاء د هوايي ډګر د بند ساتلو لپاره د سعودیانو کوشش، د الحُدیده بندر محاصره او ورته د خوراکي او درملیزو توکو د کشتیو د ورتګ مخنیوی د یمن پر خلکو د دباو د زیاتولو او تسملیدو ته د هغوي د مجبورولو لپاره د دښمن د فعالیت او ماته خوړلو پروګرامونو یوه برخه بلله شوې ده.