د عربستان لخوا د نورو غولول یو ترهګر سیاست دی
د یمن د انصار ا... غورځنګ ویاند د عامه او نړیوالو افکارو په غولولو باندې د آل سعود په تورنولو سره د عربستان د غولونکو تحرکاتو په وړاندې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د اقدام غوښتنه وکړه.
مهر خبري آژانس د یمن د المسیره چینل په حواله لیکلي دي چې د یمن د انصار ا... غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام نن وویل: د عامه او نړیوالو افکارو غولول هغه ترهګر سیاست دی چې سعودیان دې د قرباني د جامې په اغوستو او د حقایقو په اپوټه ښوولو سره په ښه توګه اجرا کوي خو حقیقت له هر جعلي کار او دوکې شاکې پياوړی دی.
هغه وویل: کوم هیواد چې نور کلابندوي او تیری پرې کوي او بیا پر خپلې خاورې د یو توغندي له لګیدو ملګرو ملتو ته شکایت کوي، ښه به ورله دا وي چې له تیرو دریو کالو راهیسې د یمن د ولس خلاف د خپلو جنایتونو یوه اوږده عریضه برابر کړي.
محمد عبدالسلام ټینګار وکړ چې امنیت شورا دې واشنګټن، ریاض او ابوظبۍ ته ووايي چې همدا جنایتونه یې پوره دي او نور دې بس کړي.