روئیټر په سعودی کښې د سعد الحریری د محاصرې خبر ورکړ
روئیټر ولیکل: د لبنان وزیراعظم سعدالحریری په ریاض کښې د سعودی له ولیعهد محمد بن سلمان سره له کتنې وروسته د استعفا د وېنا متن ترلاسه کړ او د سعودی په ټیلی ویژن کښې یې ولوستۀ.
د اېرنا د رپوټ له مخې روئیټر بېګا ولیکل: ریاض ته د سعدالحریری د رسېدو له شېبې څخه د هغه لپاره حالات غېر معمولی وو، موبائل یې ضبط شو، هیڅ یو شاهزاده یا وزارتی چارواکے یې د هرکلی لپاره رانغے او بیا یې د لبنان وزیراعظم استعفا ورکولو ته مجبور کړ.
د دغه رپوټ له مخې سعودی دې نتیجې ته رسېدلے دے چې سعدالحریری پکار دی لاړ شی ځکه چې هغه د لبنان له حزب ا... سره مقابلې ته ګروهنه نه لری.
روئیټرلیکی: د لبنان ګڼ شمېر سرچینې وائی چې ریاض امید لری چې د سعدالحریری مشر ورور بهاء الحریری د هغه په ځاے راولی، ګمان کیږی چې بهاء الحریری همدا اوس په سعودی کښې وی او د حریری له کورنۍ غوښتې شوی دی چې له هغه سره د بیعت لپاره دې سعودی ته سفر وکړی، یوه داسې غوښتنې چې هغوی ورسره مخالفت کړے دے.
له بلې خوا لبنانی باخبرو سرچینو د دغه هېواد الجمهریه ورځپاڼې ته ویلی دی چې د لبنان ولسمشر مېشل عون له سعودی غوښتی دی چې له یوې هفتې نه په کمه موده کښې دې سعدالحریری ازاد کړی او لبنان ته دې یې ستون کړی. هغه سعودی ته ګواښ کړے دے چې که سعدالحریری ازاد نه کړی، د ملګرو ملتو د امنیت په شورا کښې به د ریاض په خلاف شکایت وکړی.
د لبنان ولسمشر وویل: سعدالحریری تښتول شوے دے او په سعودی عرب کښې په قېد کښې دے.