دسورئې دشخړې دحل لپاره دایران او روسیې اړیکې ډیرې مهمې دی
د روسیې ،ایران او ترکیې د اړونده چارواکو لیدو کاتو د سورئې دشخړې دحل لپاره تر ډیره حده لاره هواره کړې ده او دا امریکا او ځینی تالی څټی حکومتونه دی چې په دې لارې کې خنډونه جوړوی او نه غواړی سیمه په تیره بیا سوریه کراری او آرامښت ووینی .
دایران مرستیال خارجه وزیر او دآستانې په خبرواترو کې د ایران لوړپوړی مرکچی حسین جابری انصاری بیګا ایرنا خبری آژانس سره په خبرو کې دسورئې په موضوع کې دایران او روسیې ملګرتیا د سیمه ایزو ملګرتیاؤ لپاره یوه ښه بیلګه وبلله او روښانه ئې کړه ، د سورئې دشخړې د ختمولو لپاره د تهران ماسکو اړیکې مهمې دی .
دایران مرستیال خارجه وزیر دسورئې د وروستیو بدلونونون او د ایرا او روسیې دسیمه ایزو ملګرتیاؤ دارزونې په خاطر له روسیی چارواکو سره د خبرواترو لپاره ماسکو ته تللی دی .
جابری انصاری په ماسکو کې دروسیې له مرستیال خارجه وزیر او دمینځنی ختیځ په چارو کې دروسې دولسمشر له ځانګړی استازی میخائیل بوګدانف او له مرستیال دفاع وزیر الیګذنډر لاورنتیف سره هم کتنه او خبرې اترې وکړې .
داپه داسې حال کې دی چې د روسیې ،ایران او ترکیې د اړونده چارواکو لیدو کاتو د سورئې دشخړې دحل لپاره تر ډیره حده لاره هواره کړې ده او دا امریکا او ځینی تالی څټی حکومتونه دی چې په دې لارې کې خنډونه جوړوی او نه غواړی سیمه په تیره بیا سوریه کراری او آرامښت ووینی .