دعراق دکردستان بیلتون غواړی ټول پوښتنې موضوع ختمه شوې ده
له دې مخکې د عراق دکردستان سیمې ځای ادارې دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی وو اربیل د عراق د اساسی قانون د لومړۍ مادې په باب د فیډرل لوړې محکمې فیصلې ته داحترام په سترګه ګوری .
زمونږ خبریال د سعودی الحدث ټیلویژنی چینل له قوله راپورراکړ دعراق ولسمشر فواد المعصوم په یولړڅرګندونو کې وئیلی دی ، دبیلتون غواړی ټول پوښتنې دمسئلې پای ته په رسیدو سره باید دبغداد اواربیل ترمینځ خبرې اترې پیل شی .
معصوم په نزدې راتلونکی کې د بغداد اربیل ترمینځ دبحران د حل دامکان به باب خوشبینی وښودله او زیاته ئې کړه ، بغداد او اربیل دعراق اساسی قانون ته مخه کول منلی دی او د دغه هیواد فیډرل عدالت دټول پوښتنې غیر قانونی شونه اعلان کړې ده .
دعراق د پارلیمان یوه استازی جاسم محمد جعفر هم پرون په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، دعراق کردستان سیمې دخبرواترو دپیلیدو لپاره دمرکزی حکومت شرطونه منلی دی او په راتلونکو ورځو کې به دبغداد اربیل ترمینځ دبحران دحل نښې نښانې رابرسیره شی .
له دې مخکې د عراق دکردستان سیمې ځای ادارې دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی وو اربیل د عراق د اساسی قانون د لومړۍ مادې په باب د فیډرل لوړې محکمې فیصلې ته داحترام په سترګه ګوری .
دعراق مرکزی حکومت له اربیل سره دخبرواترو ترسره کیدا، دټول پوښتنې دنتیجو له لغوه کولو او دعراق د مځکنۍ بشپړتیا اوحاکمیّت په رسمی پیژندنې سره مشروطې کړی دی .