د انصار الله توغندوي توان خپل او ځايي دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59783-د_انصار_الله_توغندوي_توان_خپل_او_ځايي_دی
د یمن د انقلاب د لوړې کمیټې ړي وویل چې د انصار ا... غورځنګ توغندوي او زغریز توان ځايي دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2017 13:12 Asia/Kabul
  • د انصار الله توغندوي توان خپل او ځايي دی

د یمن د انقلاب د لوړې کمیټې ړي وویل چې د انصار ا... غورځنګ توغندوي او زغریز توان ځايي دی.

توفیق الحمیري روسیا الیوم ټي وي چینل ته په مرکه کښې د یو کورني توان په توګه د یمن له توغندوي توان څخه د انکار لپاره د سعودیانو کوشش ته په اشارې سره وویل: له یمن څخه د ایران ملاتړونه د پوځي ملاتړ او مرستې په معنا نه دي بلکې له یمن سره د ایران معنوي او سلاکاري مرستې د سوریې، حزب ا... او د فلسطین له ارمانه د انصار ا... غورځنګ د ملاتړ په شان دي.

هغه د ایران له تورنولو د سعودي د تیري ګر ائتلاف هدف د یمنیانو لخوا د توغندویو په جوړولو او پراخولو کښې د هغوي د توانمنۍ په حقیقت د برغولي ایښودلو لپاره هڅه وبلله او د تیري ګرو په وړاندې د دغه هیواد د خلکو په دریدنې او مقاومت یې ټینګار وکړ.

په همدې لړ کښې له صهیونیسټي دښمن سره د اړیکو د سمولو خلاف د یمن د علماو په کانفرنس کښې ګډونوالو په یوه خبرپاڼه کښې د لبنان د حزب ا... او ایران خلاف د عرب اتحادیې د دروغو په غندنې سره د سعودي تیري ائتلاف جنایتونه او د یمن د ولس هراړخیزه محاصره چې زیاتره یمنیان یې له قحطۍ او مرګ سره مخ کړي دي، وغندل.