د عربستان محاصرې د الحدیده ولایت یمنیان مرګي حاله کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59859-د_عربستان_محاصرې_د_الحدیده_ولایت_یمنیان_مرګي_حاله_کړي_دي
د یمن د الحدیده والي وویل چې د دې ولایت خلک د سعودي رژيم لخوا د یمن د کلابندۍ په وجه د ډیرې بدې اقتصادي او روغتیايي وضعې له امله د مرګ په حالت کښې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 25, 2017 16:56 Asia/Kabul
  • د عربستان محاصرې د الحدیده ولایت یمنیان مرګي حاله کړي دي

د یمن د الحدیده والي وویل چې د دې ولایت خلک د سعودي رژيم لخوا د یمن د کلابندۍ په وجه د ډیرې بدې اقتصادي او روغتیايي وضعې له امله د مرګ په حالت کښې دي.

العالم ټي وي چینل خبر ورکړی چې د یمن د الحدیده ولایت والي حسن احمد الهیج دې چینل ته په مرکه کښې وویل: د عربستان او د هغه د انډیوالانو لخوا د الحدیده بندر بند ساتل به د نه اټکلیدونکو پایلو سبب شي.

په عین حال کښې د ملګرو ملتو د خوراکي پروګرام مدیر ډیویډ بیسلې هم نن د امریکې سي، بي، ایس چینل ته په مرکه کښې وویل چې د عربستان په مشرۍ د عربو هیوادونو تیري ګر ائتلاف په یمن کښې د خپلو مخالفانو د مقابلې لپاره د خوړو له اوزاره کار اخلي چې دا کار ډیر د شرم وړ او د انسان په تاریخ کښې ترټولو زیاته غیرانساني وسله ګڼله کیږي.

سعودي عربستان د امریکې، اماراتو او څو نورو هیوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې راهیسې په یمن حملې پیل کړي او ورسره په یو وخت یې دغه هیواد د ځمکې، هوا او سمندر له لارې سخت محاصره کړی دی.