د یمن پلازمینې ته څلور مرستندویه الوتکې ورسیدې
Nov 25, 2017 16:57 Asia/Kabul
د درملو په شمول د ضروري مرستو څلور الوتکې نن پس له شلو ورځو د یمن د پلازمینې صنعاء په هوايي ډګر کښې کوزې شوې.
فارس خبري آژانس د روسیا الیوم چینل له قوله خبر ورکړی چې په دوو الوتکو کښې د نړیوالو سازمانونو د مرسته رسونې کارکونکي دي، په یوه الوتکه کښې چې چې یونیسف ده، درمل دي او څلورمه الوتکه هم د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ده.
خبر زیاتوي چې په تیرو شلو ورځو کښې د عربي ائتلاف لخوا د یمن د ځمکنۍ، سمندري او هوايي محاصرې له سختیدو وروسته دا وړومبنۍ الوتکې دي چې د صنعاء په هوايي میدان کوزې شوې.
ټیګونه