فرانسه او ترکیه دسورئې مځکنۍ بشپړتیا او یوموټی کیداغواړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59981-فرانسه_او_ترکیه_دسورئې_مځکنۍ_بشپړتیا_او_یوموټی_کیداغواړی
دترکیې ولسمشر په سورئې کې د خپلواکه او سالمو انتخاباتو دترسره کیدا په اهمیّت په ټینګار سره ماکرون د روسیې په سوچې کې له درې اړخیزې سرمشریزې چې داسلامی ایران ،روسیې اوترکیې دولسمشرانو په شتون سره جوړه شوی ، خبر کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 27, 2017 11:58 Asia/Kabul
  • فرانسه او ترکیه دسورئې مځکنۍ بشپړتیا او یوموټی کیداغواړی

دترکیې ولسمشر په سورئې کې د خپلواکه او سالمو انتخاباتو دترسره کیدا په اهمیّت په ټینګار سره ماکرون د روسیې په سوچې کې له درې اړخیزې سرمشریزې چې داسلامی ایران ،روسیې اوترکیې دولسمشرانو په شتون سره جوړه شوی ، خبر کړ .

شین هوا خبری آژانس راپورورکړ   دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او دفرانسې ولسمشر  امانوئل  ماکرون  بیګا  په ټیلیفونی خبرو کې   په سورئې کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې   له ماتې وروسته    د  دغه هیواد   پر انسجام او یوموټی کیدا  په ټینګار سره  په دې زمینې کې  له دمشقه  دملاتړ غوښتنه کړې ده .

دترکیې ولسمشر  په سورئې کې د خپلواکه او سالمو انتخاباتو  دترسره کیدا په اهمیّت په ټینګار سره  ماکرون  د روسیې  په سوچې کې  له درې اړخیزې سرمشریزې چې   داسلامی ایران ،روسیې اوترکیې دولسمشرانو په شتون سره جوړه شوی ،  خبر کړ .

  داپه داسې حال کې دی چې په همداوروستیو کې  په سورئې اوعراق کې د داعشی تکفیریانو له سختې  ماتې وروسته د هغوی اربابان لالهانده شوی او  غواړی   په سورئې  او عراق کې د داعشی تکفیریانو دماتې غچ  دنړۍ په بلې هرې یوې سیمې کې چې وی  د داعشیانو په غونډولو سره واخلی  ، چې دهغو هیوادونو په سر کې  یوه نامه دافغانستان هم اخستل کیږی چې   ممکنه ده  استکباری قدرتونه  ماته خوړلی او جنایتکار داعشیان  په افغانستان کې سره غونډ کړی .