امریکا او اسرائیل زمونږ دزمانې طاغوت دی
الحوثی دې ته په اشارې سره چې طاغوت د تاریخ په ټولو پړاؤنو کې وجود لری او هدف ئې هم دخدای له لارې دخلکو لیرې ساتل دی زیاته کړې ، امریکائی سعودی تیریګر په یمن کې د روانو حالاتو او په دغه هیواد کې د سخت اقتصادی وضعیّت اوانسانی غمیزو اصلی عامل دی .
ایرنا خبری آژانس دلبنان د العهد خبری سایټ له قوله راپور ورکړی د یمن د انصار ا... ولسی مبارز غورځنګ مشر عبدالمالک الحوثی نن دپیغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی د ولادت دکلیزې په مناسبت پخپلې دوهمې وینا کې وئیلی دی ، امریکا او اسرائیل هڅه کوی ،څو په ورځنی ژوند کې د خلکو حرکت پخپل اختیار کې واخلی او له الهی رسالته ئې لیرې وساتی .
الحوثی دې ته په اشارې سره چې طاغوت د تاریخ په ټولو پړاؤنو کې وجود لری او هدف ئې هم دخدای له لارې دخلکو لیرې ساتل دی زیاته کړې ، امریکائی سعودی تیریګر په یمن کې د روانو حالاتو او په دغه هیواد کې د سخت اقتصادی وضعیّت اوانسانی غمیزو اصلی عامل دی .
دیمن دانصار ا... غورځنګ رهبر د دغه هیواد له ت،لو سیاسی لورو غوښتی د کلابندۍ په سختولو او دتیریو له پایلو سره دمقابلې لپاره دې له یوه بل سره متحد شی ، څو استعماری اوتیریګر قدرتونه پخپلو سپیرو موخو کې دتل په څیر ناکامه او بې شرمه پاتې شی .