امریکا او اسرائیل زمونږ دزمانې طاغوت دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59989-امریکا_او_اسرائیل_زمونږ_دزمانې_طاغوت_دی
الحوثی دې ته په اشارې سره چې طاغوت د تاریخ په ټولو پړاؤنو کې وجود لری او هدف ئې هم دخدای له لارې دخلکو لیرې ساتل دی زیاته کړې ، امریکائی سعودی تیریګر په یمن کې د روانو حالاتو او په دغه هیواد کې د سخت اقتصادی وضعیّت اوانسانی غمیزو اصلی عامل دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 27, 2017 12:47 Asia/Kabul
  • امریکا او اسرائیل  زمونږ  دزمانې طاغوت دی

الحوثی دې ته په اشارې سره چې طاغوت د تاریخ په ټولو پړاؤنو کې وجود لری او هدف ئې هم دخدای له لارې دخلکو لیرې ساتل دی زیاته کړې ، امریکائی سعودی تیریګر په یمن کې د روانو حالاتو او په دغه هیواد کې د سخت اقتصادی وضعیّت اوانسانی غمیزو اصلی عامل دی .

 ایرنا خبری آژانس  دلبنان د  العهد خبری سایټ له قوله راپور ورکړی  د یمن د انصار ا... ولسی مبارز غورځنګ   مشر  عبدالمالک  الحوثی  نن  دپیغمبر اکرم   حضرت محمد مصطفی  د ولادت دکلیزې په مناسبت  پخپلې  دوهمې وینا کې  وئیلی دی ،  امریکا او اسرائیل هڅه کوی ،څو په ورځنی ژوند کې  د  خلکو  حرکت  پخپل اختیار کې واخلی  او  له الهی رسالته ئې  لیرې وساتی . 

 الحوثی  دې ته په اشارې سره  چې  طاغوت د تاریخ په ټولو پړاؤنو کې  وجود لری  او هدف ئې  هم  دخدای له لارې دخلکو لیرې ساتل دی زیاته کړې ،  امریکائی سعودی تیریګر   په یمن کې د روانو حالاتو او  په دغه هیواد کې د سخت اقتصادی  وضعیّت اوانسانی غمیزو  اصلی عامل دی .

 دیمن دانصار ا... غورځنګ رهبر  د دغه هیواد  له ت،لو سیاسی لورو غوښتی  د کلابندۍ په سختولو او دتیریو له  پایلو سره دمقابلې لپاره دې  له یوه بل سره  متحد شی ، څو استعماری  اوتیریګر  قدرتونه  پخپلو سپیرو موخو کې دتل په څیر ناکامه او بې شرمه پاتې شی .