عربی اتحادیه د بیت المقدس په مساله بیړنۍ غونډه جوړوي
Dec 06, 2017 16:27 Asia/Kabul
د مصر حکومت اعلان وکړ د عربي اتحادیې دغړو هیوادونو خارجه وزیران به راتلونکې شنبه د دسمبر په نهمه د بیت المقدس په هکله بیړه ناکه غونډه وکړي.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې عربي اتحادیې د خپلې نننۍ ورځې د غونډې په پای کې چې د فلسطین په غوښتنه په قاهره کې جوړه شوې وه په یوې بیانیې کې له امریکا وغوښتل چې د بیت المقدس په مساله کې د نړیوالو قوانینو پابندي وکړی.
عربي اتحادیې ټینګار وکړ چې د اسراییلو رژیم د پلازمینې په توګه د بیت المقدس د اعلانولو د امریکا فیصله په عربو ولسونو تیری، د فلسطین ولس په حقوقو سترګې پټول او د نیړوالو موافقو ښکاره خلاف ورزي ده او د مسلمانانو او عربو د غوسې اور به غرغنډه او په نړۍ کې به کرکه او نفرت زیات کړي.
ټیګونه