ډونالډټرمپ دامریکا د ولس امنیت پر صهونسټانو خرڅ کړی
دفلسطین له انتفاضې د ملاتړ دنړیوال کنفرانس منشی ټینګار کړی قدس شریف ته دامریکا دسفارت منتقلول له هغه اوور سره لوبې کول دی چې بې شکه به د امریکا او صهونیسټ رژیم مشران لوو لپَه کړی .
دایران داسلامی انقلاب د معظم لارښود او ددرستو قواؤ ستر قوماندان ځانګړی پوځی سلاکار سردار تورن جنرال حسین فیروزآبادی نن په یولړڅرګندونو کې داسرائیلو د جعلی رژیم دپلازمینې په توګه د قدس په اعلانولو کې د امریکا د ولسمشر د اقدام په غبرګون کې ټینګار کړی ، ډونالډ ټرمپ دامریکا دخلکو امنیت پر صهونیسټانو پلورلی دی .
سردار فیروزآبادی ددې خبرې په کولو سره چې صهونیسټی رژیم په بیت المقدس باندې په تیریو سره دټولو دینونو حقوق چخڼی کوی زیاته کړې ، دغه ناروا اقدام د سپیڅلتیاؤ په دفاع کې اسلامی مقاومت نوره هم هوډمن کوی .
هغه په دې خبرې په ټینګار سره چې د ډونالډ ټرمپ نظرونه به ډیر زر د ګند په ټوکرۍ کې ووینو ووئیل ، دنړۍ مسلمانان د صهونیسټی نیواکګرانو په ضد د فلسطین له ملت سره ولاړ دی ،څوتر بشپړ بری پورې مبارزې ته دوام ورکړی .
همداراز په نړیوالو چارو کې دایران داسلامی شورا دمشر ځانګړی سلاکار حین امیر عبداللهیان هم د ډونالډترمپ د وروستی اقدام په غبرګون کې وئیلی دی ، قدس د نړۍ دمسلمانانو لومړنۍ قبله ده او دفلسطنیانو تاریخی او مورنۍ ټاټوبۍ یوازې د فلسطینی ملت پورې اړه لری .
دفلسطین له انتفاضې د ملاتړ دنړیوال کنفرانس منشی ټینګار کړی قدس شریف ته دامریکا دسفارت منتقلول له هغه اوور سره لوبې کول دی چې بې شکه به د امریکا او صهونیسټ رژیم مشران لوو لپَه کړی . امیر عبداللهیان همداراز له مقاومت او درستو فلسطینو ډلو دایران داسلامی جمهوریت پر پریکنده ملاتړ یو ځل بیا ټینګار وکړ.