ډونالډټرمپ دامریکا د ولس امنیت پر صهونسټانو خرڅ کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i60715-ډونالډټرمپ_دامریکا_د_ولس_امنیت_پر_صهونسټانو_خرڅ_کړی
دفلسطین له انتفاضې د ملاتړ دنړیوال کنفرانس منشی ټینګار کړی قدس شریف ته دامریکا دسفارت منتقلول له هغه اوور سره لوبې کول دی چې بې شکه به د امریکا او صهونیسټ رژیم مشران لوو لپَه کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 07, 2017 14:13 Asia/Kabul
  • ډونالډټرمپ دامریکا د ولس امنیت پر صهونسټانو خرڅ کړی

دفلسطین له انتفاضې د ملاتړ دنړیوال کنفرانس منشی ټینګار کړی قدس شریف ته دامریکا دسفارت منتقلول له هغه اوور سره لوبې کول دی چې بې شکه به د امریکا او صهونیسټ رژیم مشران لوو لپَه کړی .

دایران داسلامی انقلاب د معظم لارښود  او ددرستو قواؤ ستر قوماندان  ځانګړی پوځی سلاکار  سردار تورن جنرال  حسین فیروزآبادی  نن   په یولړڅرګندونو کې   داسرائیلو د جعلی رژیم  دپلازمینې په توګه  د قدس په اعلانولو کې د امریکا د ولسمشر   د اقدام  په غبرګون کې ټینګار کړی ، ډونالډ ټرمپ  دامریکا دخلکو امنیت پر صهونیسټانو پلورلی  دی .

 سردار فیروزآبادی  ددې خبرې په کولو سره چې  صهونیسټی رژیم  په بیت المقدس  باندې په تیریو سره  دټولو دینونو حقوق چخڼی کوی  زیاته کړې ،  دغه  ناروا اقدام د  سپیڅلتیاؤ   په دفاع کې  اسلامی مقاومت نوره هم  هوډمن کوی .

  هغه په دې خبرې  په ټینګار سره چې   د ډونالډ ټرمپ  نظرونه به ډیر زر د ګند په ټوکرۍ  کې ووینو ووئیل ،  دنړۍ  مسلمانان  د صهونیسټی نیواکګرانو په  ضد د فلسطین له ملت سره  ولاړ دی ،څوتر بشپړ بری پورې   مبارزې ته دوام ورکړی .

همداراز په نړیوالو چارو کې  دایران داسلامی شورا دمشر  ځانګړی سلاکار حین امیر عبداللهیان هم  د ډونالډترمپ د وروستی اقدام په  غبرګون کې  وئیلی دی ،  قدس د  نړۍ  دمسلمانانو  لومړنۍ قبله ده  او دفلسطنیانو تاریخی او مورنۍ  ټاټوبۍ  یوازې د فلسطینی ملت پورې اړه لری  .

دفلسطین له انتفاضې د ملاتړ  دنړیوال کنفرانس منشی  ټینګار کړی   قدس شریف ته دامریکا دسفارت منتقلول  له هغه اوور سره لوبې کول دی چې  بې شکه به   د امریکا او صهونیسټ رژیم  مشران لوو لپَه کړی .  امیر عبداللهیان   همداراز  له مقاومت او درستو فلسطینو ډلو دایران داسلامی جمهوریت  پر پریکنده ملاتړ یو ځل بیا ټینګار وکړ.