اسلامی امت دې دقدس د آزادولو لپاره سره متحدشی
له دې سره په یووخت د لبنان دحزب ا....ولسی غورځنګ مشرانو هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار کړی ، د ډونالډ ټرمپ فیصله به ددرستې سیمې ا منیت اوثبات له جدی خطرو سره مخامخ کړی . او د قدس شریف په ضد دامریکا داوسنی حکومت فیصله یوه داسې خورا خطرناکه او بده فیصله ده چې یوه امریکائی حکومت هم تر دې دمه نه ده کړې چې دغه حکومت به ئې بوږنونکی پایلې هم ووینی .
ایسنا خبری آژانس د سومریهّ نیوز خبری سایټ له قوله راپورورکړی ، ستر دینی مرجع آیت ا... العظمی سید علی سیستانی نن د امریکا دولسمشر د وروستی سپیرۀ اقدام په غبرګون کې ټینګار کړی ، دامریکا دغه اقدام د سلګونو میلیونونو عربو او مسلمانانو ا حساسات داغی کړی دی . دعراق ستر دینی مرجع روښانه کړې ، دقدش شریف په ضد دامریکا د ولسمشر فیصله دغه واقعیّت نشی بدلولی ، چې دغه سپیڅلی ځای یو نیواکی ټاټوبی دی اوباید خپلو اصلی خاوندانو یعنی فلسطنیانو ته بیرته وګرځول شی .
په عین حال کې دعراق د خارجه وزارت ویندوی احمد معجوب هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی نن په بغداد کې دامریکا سفیر ډګلاس سیلیمن هم دقدس شریف په باب دامریکا دولسمشر دوروستۍ سپکې فیصلې باندې په اعتراض کې خارجه وزارت ته غوښتل شوی او هغه ته دعراق دحکومت اوملت سخت اعتراض سپارل شوی دی .
راپورونه ښئ دعراق دینی اوسیاسی مسئولانو او چارواکو هم د امریکا د د ولسمشر وروستۍ سپیره فیصله په سخته غندلې او وئیلی ئې دی دامریکا د ولسمشر دغه اقدام د فلسطین د موضوع دهیرولو او د فلسطینی ملت حقوقو چخڼی کولو لپاره یو بل سپیر اقدام دی دوی همداراز په دې باب اسلامی هیوادونو او درست اسلامی امت ته ځیرتیا اوهوښیارتیا خبرداری هم ورکړی دی .
له دې سره په یووخت د لبنان دحزب ا....ولسی غورځنګ مشرانو هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار کړی ، د ډونالډ ټرمپ فیصله به ددرستې سیمې ا منیت اوثبات له جدی خطرو سره مخامخ کړی . او د قدس شریف په ضد دامریکا داوسنی حکومت فیصله یوه داسې خورا خطرناکه او بده فیصله ده چې یوه امریکائی حکومت هم تر دې دمه نه ده کړې چې دغه حکومت به ئې بوږنونکی پایلې هم ووینی .
داپه داسې حال کې دی چې دایران داسلامی شورا دفلسطین له انتفاضې دملاتړ نړیوال کنفرانس دایمی سکرټریټ د یوې اعلامیې په خپرولو سره، دا اقدام ، دفلسطین په تاریخ کې یوه بله دنکبت ورځ بللې او اعلان ئې کړې ، دامریکا حکومت دملګروملتو دپریکړه لیکونو ، نړیوال عرف ، خپلو ژمنو ، دبشری حقوقو دمقرراتو په ښکاره خلاف ورزۍ سره دنیا ته ثابته کړې ، چې هیڅ ډول اصولو اونړیوالو قوانینو ته پابند نه دی او دسیمې اونړۍ داوسنی وضعیّت په باب هیڅ سم درک او فهم نه لری . خو باید ټول دې پوه شی چې دامریکا دحکومت په دغه ډول اقداماتو سره دقدس په وضعیّت کې هیڅ ډول بدلون نه راځی او دفلسطین ملت او دنړۍ آزادی غواړی به دقدس او دفلسطین د ټاټوبی دآزادولو لپاره له بل هروخته لازیات متحد او یوموټی شی .