سید حسن نصرالله: د ټرمپ اقدام نوې بالفور اعلانیه ده
د لبنان د حزب الله مشر تاکید وکړ: د بالفور له اعلانیې څخه د سلو کلونو په تېرېدو سره د قدس په خلاف د امریکې د حکومت په اقدام سره د نوې بالفور اعلانیې کتونکی یوو.
سید حسن نصرالله پرون د صهیونېسټ رژیم د پائېتخت په توګه د قدس په معرفی کولو کښې د ډونلډ ټرمپ د اقدام په باره کښې په ټیلی ویژنی وېنا کښې وویل: ټرمپ په خپلې دې فېصلې سره قدس شریف په کامله توګه د صهیونېسټانو په قبضه کښې راوست او اوس به صهیونېسټان د بیت المقدس د یهودی کولو او د صهیونېسټ مېشته ښارګیو د جوړولو چلند لا سخت کړی.
د لبنان د حزب الله مشر واضحه کړه چې د ټرمپ په فېصلې سره مسجدالاقصی له نوی خطر سره مخامخ شوے دے او د امریکایانو دغه فېصله د میلینونو مسلمانانو او مسیحیانو او د هغوی د احساساتو سپکاوے دے ځکه چې هغوی په دغه ښار کښې د تاریخ او کلتور خاوندان دی او مقدس ځایونه یې په قدس شریف کښې شتون لری.
سید حسن نصرالله په دې باندې په تاکید سره چې بیت المقدس د فلسطین د مسئلې اصلی محور او زړۀ دے وویل: ځینې دا باور لری چې ټرمپ په دې کار سره د فلسطینیانو او صهیونېسټ رژیم ترمېنځ د ساز باز په خبرو اترو آخری غشے ورپرېښودے دے او ځینې هم وائی چې دغه خبرې اترې ډېر وخت وشوې چې ختمې شوې وې او ټرمپ یې د مرګ اعلان وکړ.
د لبنان د حزب االله مشر دا خبره څرګنده کړه چې د قدس شریف په باره کښې د امریکې د فېصلې له خطراتو څخه آګاهی د ټولو لپاره د عطف ټکے دے چې په وړاندې یې خپله ذمه واری درک کړی او په اړه یې خپل ردعمل څرګند کړی.
سید حسن نصراالله تاکید وکړ چې عربی او اسلامی هېوادونه پکار دی د امریکې سفیران احضار کړی او د قدس شریف په اړه د ټرمپ د فېصلې په باره کښې دې په سرکاری توګه د ردعمل ښودنه وکړی.