دقدس دحقوقی وضعّیت ساتل دورځې ضرورت دی
دمصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی پرون مازدیګر په قاهرې کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ګډ خبری کنفرانس کې ووئیل د نړیوالو پریکړو اوقوانینو په چوکاټ کې دقدس د حقوقی وضعیّت ډیر ضروری دی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړی ، السیسی په دغه خبری غونډې کې د سیمې او نړۍ پر امنیت د امریکا دولسمشر د ورستۍ فیصلې دنتیجو په باب ووئیل ، باید داسې کار ونشی چې حالات لاپیچلی او په سیمې کې د خبرواترو بهیرونه کمزوری شی .
هغه ددې خبرې په کولو سره له پوتین سره ئې لیده کاته ، د مصر اوروسیې د سیاسی او اقتصادی اړیکو دستراټژیکې پراختیا ښودنه کوی ، ووئیل په دغې کتنې کې درستې سیمه ایزې او نړیوالې موضوعګانې سپړل شوی دی ،په تیره بیا له بحرانونو دسورئې اولیبیا دوو هیوادونو د وتلو لپاره سیاسی حل لارې ته درسیدو د رودو او په دغو هیوادونو کې دبشپړ امنیت د ټینګیدا دلارو چارو په باب هم ورسره مشورې اوخبرې شوی دی .
دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دمصر له ولسمشر سره له خبرواترو وروسته ترکیې ته لاړ . داپه داسې حال کې دی چې له دې مخکې دروسیې ولسمشر دسورئې په سفر هم تللی ؤ او د سورئې له ولسمشر بشار اسد سره ئې په تفصیل سره خبرې اترې کړی او دغه راز ئې له سورئې دروسیې دځواک د ویستلو فیصله هم کړې ده .