دقدس په باب د ډونالډ ټرمپ فیصله هیڅ ارزښت نه لری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i61147-دقدس_په_باب_د_ډونالډ_ټرمپ_فیصله_هیڅ_ارزښت_نه_لری
دقدس برخلیک باید د دغې سیمې اوسیدونکو ته وسپارل شی او دفلسطین ولس هیڅکله هم د ډونالډ ټرمپ فیصله نه منی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 13, 2017 14:20 Asia/Kabul
  • دقدس په باب د ډونالډ ټرمپ فیصله هیڅ ارزښت نه لری

دقدس برخلیک باید د دغې سیمې اوسیدونکو ته وسپارل شی او دفلسطین ولس هیڅکله هم د ډونالډ ټرمپ فیصله نه منی .

دسحر اردو ټیلیویژنی چینل  هم راپورورکړی ، دپاکستان د پوځ  عمومی  قوماندان جنرال  قمر جاوید باجوه هم بیګا په اسلام اباد کې د فلسطین له سفیر  ابو علی سره په کتنې کې  دبیت المقدس په باب  دامریکا د ولسمشر فیصله سخته رټلې او وئیلی ئې دی ،پاکستان د فلسطین  دموضوع جدی حل غواړی او  له فلسطنیانو څخه خپل ملاتړ ته  هماغه راز دوام ورکوی.  په پاکستان کې د فلسطین سفیر  هم  په دغې کتنې کې وئیلی دی  دقدس برخلیک   باید د دغې سیمې اوسیدونکو ته وسپارل شی  او  دفلسطین ولس  هیڅکله هم د ډونالډ ټرمپ فیصله  نه منی .