صهیونېسټ رژیم د غزې په تړانګه سختې بمبارۍ شروع کړی دی
Dec 14, 2017 18:08 Asia/Kabul
وروسته له هغه چې امریکې د مسلمانانو وړومبۍ قبله او دریم سپیڅلی حرم (بیت المقدس) د صهیونېسټ رژیم پلازمینه اعلان کړه، اسرائیلی الوتکو په فلسطینی مسلمانانو بمبارۍ پیل کړې دی.
دغه بمباری نن پنجشنبه له سپیده چاود سره جوخت پیل شوې او لا هم دوام لری. د راپورونو په اساس، تر دې شیبې پورې د صهیونېسټ رژیم جنګی الوتکو ۱۳ ستر ویجاړوونکی بمونه د غزې ښار په بېلابېلو سیمو غورځولی دی.
د دغو حملو احتمالی سر او مال تاوانونو تفصیل لا نه دے خپور شوے.
غزه د فلسطین تر ټولو ګڼ میشتی ښار دے چې د فلسطین د حماس ګوند د واک او نفوذ لاندې سیمه بلل کیږی.
ټیګونه