لاوروف: امریکه باید له سوریې څخه ووځی
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پرون تاکید وکړ، امریکایانو ته پکار دی په سوریې کښې د ترهه ګرو له ماتې وروسته زر تر زره له دغه هېواده پښې سپکې کړی.
امریکه له ترهه ګرو ډلو سره د مبارزې په بهانه د سوریې د حکومت له جازې نه بغېر او په غېر قانونی توګه په دغه هېواد کښې فوځی شتون لری. دا په داسې حال کښې دی چې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په اعتراف واشنګټن د داعش په شمول د ترهه ګرو ډلو د رامنځته کول اصلی عامل دے.
د سوریې او نورو هېوادونو او نړیوالو ادارو چارواکو په ځلونو تاکید کړے دے چې په سوریې کښې د امریکې اقدامات د قبضې په څېر دی.
د فارس خبری اژانس د رپوټ له مخې لاوروف واضحه کړه چې په سوریې کښې د سیاسی حل لارې تر عملی کېدو پورې په دغه هېواد کښې د پاتې کېدو لپاره د امریکې د ارادو په باره کښې د امریکې د دفاع د وزارت پېنټاګان د چارواکو څرګندونو روسیه حېرانه کړې ده.
هغه زیاته کړه: امریکایان هغه کسان نه دی چې په سوریې کښې د سیاسی حل لارې په رامنځته کېدو کښې د پرمختګ سطح وټاکلې شی.