امریکا په سورئې کې په بشپړ ډول ناکامه شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i64069-امریکا_په_سورئې_کې_په_بشپړ_ډول_ناکامه_شوې_ده
ډنیس راس دې ته کومه اشاره نه ده کړې چې امریکا دایران په اپوټه، اوه کلونه کیږی ، دسورئې د حکومت له اجازت پرته په دغه هیواد کې پوځی شتون لری او له ترهه ګرو په تیره بیا له داعشی تکفیریانو په هراړخیزو ملاتړونو سره ، هماغه راز دبشار اسد دقانونی او ولسی حکومت د نسکورولو او د سورئې دبې ثباته کولو په لټه کې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 24, 2018 02:11 Asia/Kabul
  • امریکا په سورئې کې په بشپړ ډول ناکامه شوې ده

ډنیس راس دې ته کومه اشاره نه ده کړې چې امریکا دایران په اپوټه، اوه کلونه کیږی ، دسورئې د حکومت له اجازت پرته په دغه هیواد کې پوځی شتون لری او له ترهه ګرو په تیره بیا له داعشی تکفیریانو په هراړخیزو ملاتړونو سره ، هماغه راز دبشار اسد دقانونی او ولسی حکومت د نسکورولو او د سورئې دبې ثباته کولو په لټه کې ده .

المیادین ټیلیویژنی چینل راپور  ورکړی ، دمینځنی ختیځ په چارو کې د امریکا دپخوانی ولسمشر  سلاکار  ډنیس  راس  په سورئې کې د  دغه هیواد نوی سټراټژۍ ته په اشارې سره  وئیلی دی ، واشنګټن  د دمشق په وړاندې  د خپلو موخو د پوره کیدا لپاره  هیڅ لازم آوزارونه نه لری .

 ډنیس راس  په سورئې کې د واشنګټن دنوی سټراټژۍ په باب  د امریکا دخارجه وزیر رکس ټیلرسن  وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې او وئیلی ئې دی ،  په سورئې کې د امریکا د موخو  او  دهغو دپوره کیدا لپاره د واشنګټن   د آوزارونو ترمینځ  ډیر توپیر شته دی .  هغه په عین حال کې ا دعا  کړې و  امریکا داعش ترهه ګرې ډلې ته  دماتې ورکولو او  سورئې ته ئې دبیرته نه ستنیدا څخه  د ډاډمنیدا لپاره هڅه کوی  او په همدې اساس ئې وئیلی دی،  په سورئې کې د واشنګټن  د موخو پوره کیدا،   دسورئې ثبات اودهغې دیو موټی ساتل  کیدا ته اړتیا ده .

 ډنیس راس   مدعی شوی  ، دسورئې  په شمال ختیځ کې د امریکا  شتون   په دغو سیمو کې د ایران    دشتون مخنیوی کوی .

 هغه دې  ته کومه اشاره نه ده کړې  چې امریکا  دایران په  اپوټه،  اوه کلونه کیږی ،  دسورئې  د حکومت له اجازت پرته   په دغه هیواد کې پوځی شتون لری او  له ترهه ګرو په تیره بیا له داعشی تکفیریانو   په  هراړخیزو ملاتړونو سره ، هماغه راز  دبشار  اسد دقانونی او ولسی حکومت  د نسکورولو او د سورئې  دبې ثباته کولو په لټه کې  ده .