امریکا په سورئې کې په بشپړ ډول ناکامه شوې ده
ډنیس راس دې ته کومه اشاره نه ده کړې چې امریکا دایران په اپوټه، اوه کلونه کیږی ، دسورئې د حکومت له اجازت پرته په دغه هیواد کې پوځی شتون لری او له ترهه ګرو په تیره بیا له داعشی تکفیریانو په هراړخیزو ملاتړونو سره ، هماغه راز دبشار اسد دقانونی او ولسی حکومت د نسکورولو او د سورئې دبې ثباته کولو په لټه کې ده .
المیادین ټیلیویژنی چینل راپور ورکړی ، دمینځنی ختیځ په چارو کې د امریکا دپخوانی ولسمشر سلاکار ډنیس راس په سورئې کې د دغه هیواد نوی سټراټژۍ ته په اشارې سره وئیلی دی ، واشنګټن د دمشق په وړاندې د خپلو موخو د پوره کیدا لپاره هیڅ لازم آوزارونه نه لری .
ډنیس راس په سورئې کې د واشنګټن دنوی سټراټژۍ په باب د امریکا دخارجه وزیر رکس ټیلرسن وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې او وئیلی ئې دی ، په سورئې کې د امریکا د موخو او دهغو دپوره کیدا لپاره د واشنګټن د آوزارونو ترمینځ ډیر توپیر شته دی . هغه په عین حال کې ا دعا کړې و امریکا داعش ترهه ګرې ډلې ته دماتې ورکولو او سورئې ته ئې دبیرته نه ستنیدا څخه د ډاډمنیدا لپاره هڅه کوی او په همدې اساس ئې وئیلی دی، په سورئې کې د واشنګټن د موخو پوره کیدا، دسورئې ثبات اودهغې دیو موټی ساتل کیدا ته اړتیا ده .
ډنیس راس مدعی شوی ، دسورئې په شمال ختیځ کې د امریکا شتون په دغو سیمو کې د ایران دشتون مخنیوی کوی .
هغه دې ته کومه اشاره نه ده کړې چې امریکا دایران په اپوټه، اوه کلونه کیږی ، دسورئې د حکومت له اجازت پرته په دغه هیواد کې پوځی شتون لری او له ترهه ګرو په تیره بیا له داعشی تکفیریانو په هراړخیزو ملاتړونو سره ، هماغه راز دبشار اسد دقانونی او ولسی حکومت د نسکورولو او د سورئې دبې ثباته کولو په لټه کې ده .