امریکايي ائتلاف بیاهم د سوریې لسګونه بیګناه مسلمانان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i64215-امریکايي_ائتلاف_بیاهم_د_سوریې_لسګونه_بیګناه_مسلمانان_ووژل
د امریکايي ائتلاف جنګي الوتکو د سوریې د دیرالزور ولایت په الشعفه ښارګي کښې د خلکو په کورونو بمباري وکړه او د ۱۵ کسانو له وژلو سربیره یې یوشمیر نور هم زخمي کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 25, 2018 16:25 Asia/Kabul
  • امریکايي ائتلاف بیاهم د سوریې لسګونه بیګناه مسلمانان ووژل

د امریکايي ائتلاف جنګي الوتکو د سوریې د دیرالزور ولایت په الشعفه ښارګي کښې د خلکو په کورونو بمباري وکړه او د ۱۵ کسانو له وژلو سربیره یې یوشمیر نور هم زخمي کړل.

د امریکې په مشرۍ تش د نامې داعش ضده نړیوال ائتلاف جنګي الوتکو د سوریې د ختیځ په دیرالزور کښې په یو ښارګي باندې په حملې سره د اوو ښځو په شمول ۱۵ ملکي وګړي ووژل.

د سوریې خبري سرچینو نن خبر ورکړی چې د امریکايي ائتلاف جنګي الوتکو د سوریې د دیرالزور ولایت په  الشعفه ښارګي کښې د خلکو په کورونو بمباري وکړه او د ۱۵ کسانو له وژلو سربیره یې یوشمیر نور هم زخمي کړل.

امریکې او د څو ملګرو هیوادونو یې له داعش ترهګرې ډلې سره د مقابلې په پلمه د ۲۰۱۴ کال له آګست میاشتې راهیسې د ملګرو ملتو له چوکاټه بهر او د سوریې له حکومت سره بې له غږملتیا، یو ائتلاف جوړ کړی دی. دغه امریکايي ائتلاف تراوسه د سوریې په دیرالزور، الرقه او حلب ولایتونو کښې د دغه هیواد ډیر بیګناه خلک وژلي دي.