عربستان او امارات د امریکې د فاسدې جبهې لاس پوڅي دي
الحوثي ټینګار وکړ چې یمنیان به تل د فلسطین د خلکو ترڅنګ پاتې شي.
د یمن د انصار ا... غورځنګ مشر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې امارات او عربستان په امریکايي جبهې پورې پیئلي دي، څرګنده کړه: دا جبهه د ځمکې پرمخ د ظلم، تشدد او فساد د پراخولو په لټه کښې ده.
د مهر خبري آژانس د خبر له مخې عبدالملک بدرالدین الحوثي بیګا د شهید د ورځې د درنښت په مناسبت یوه وینا کښې په یمن کښې د سعودي او اماراتي تیري ګرو جنایتونو ته اشاره وکړه اوا ټینګار یې وکړ چې د یمن پوځ او ولسي مبارزان به تیري ګرو له ماتې ورکړي.
هغه څرګنده کړه: د یمن له ولس سره د دښمنانو اصلي ستونزه دا ده چې هغوي غواړي یمنیان یې د پروګرامونو د اجرا لپاره یو اوزار وګرځي خو د یمن ولس ذلت نه مني او د یو آزاد او باعزته هیواد غوښتونکی دی.
عبدالملک الحوثي همداشان د صهیونیسټي رژیم د پلازمینې په توګه د بیت المقدس په معرفي کولو کښې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستي اقدام ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: واشنګټن د عربستان او اماراتو په ملتیا نیت لري چې د فلسطین آرمان نابود کړي او ټوله سیمه د صهیونیسټي رژيم تر ولکې لاندې راولي.
الحوثي ټینګار وکړ چې یمنیان به تل د فلسطین د خلکو ترڅنګ پاتې شي.