دعراق حکومت د کردانو غوښتنو ته داحترام په سترګه ګوری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i64817-دعراق_حکومت_د_کردانو_غوښتنو_ته_داحترام_په_سترګه_ګوری
دعراق لومړی وزیر روښآنه کړې ، حکومت په کردستان سیمې کې په ټول پوښتنې یا ریفرینډم د شفاف نه شونې په دلیل اعتراض درلود او هلته د چارو داداره کولو له څرنګوالی سره مخالف دی ، ځکه چې دا موضوع په ګوندی بڼه ترسره کیږی ا و دعراق د حکومت اوپارلیمان په وروستیو کلونو کې په مهمو څوکیو کې دسیاسی ونډو په اساس عمل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 03, 2018 14:55 Asia/Kabul
  • دعراق حکومت د کردانو غوښتنو ته داحترام په سترګه ګوری

دعراق لومړی وزیر روښآنه کړې ، حکومت په کردستان سیمې کې په ټول پوښتنې یا ریفرینډم د شفاف نه شونې په دلیل اعتراض درلود او هلته د چارو داداره کولو له څرنګوالی سره مخالف دی ، ځکه چې دا موضوع په ګوندی بڼه ترسره کیږی ا و دعراق د حکومت اوپارلیمان په وروستیو کلونو کې په مهمو څوکیو کې دسیاسی ونډو په اساس عمل شوی دی .

مهر خبری آژانس راپورورکړی ،  دعراق لومړی وزیر حیدرالعبادی  نن  له الیوم السابع   خپرونې سره په خبرو کې په دې په  ټینګار سره چې  ځینی  کسان  د بغداد او دعراق د کردستان  سیمې ترمینځ  دشخړ    حل نه غواړی ، وئیلی دی ،  د کردانو  غوښتنو ته  ډ یر په احترام سره ګوری .

  حیدرالعبادی  د کردانو دمشکلاتو یوه برخه  تاریخی بللې او زیاته ئې کړې ده ،   ټول هغه حکومتونه چې   واک ته رسیږی ،  له دغې شخړې او موضوع سره ښکیل دی .   العبادی همداراز ټینګار کړی ،  قومیّتی  مسئله او  له تیلو سره اړونده بحران اوپه کردستان سیمې کې دکارمندانودحقوقواو تنخواګانو  د ورکولو   مسئله شته چې  مونږ  د دغو مشکلاتو دحل کولو هڅه کوو .

 دعراق لومړی وزیر روښآنه کړې ،  حکومت  په کردستان سیمې کې  په  ټول پوښتنې یا ریفرینډم   د شفاف نه شونې په دلیل  اعتراض  درلود او   هلته  د چارو داداره کولو له څرنګوالی سره مخالف دی ، ځکه چې دا موضوع  په ګوندی بڼه ترسره  کیږی ا و دعراق د حکومت اوپارلیمان     په وروستیو  کلونو کې   په مهمو څوکیو کې دسیاسی  ونډو په اساس     عمل شوی دی .

حیدرالعبادی   په ډیووس کې  دعراق دکردستان ځای ادارې  له مشر نچیروان بارزانی سره  د  وروستۍ ناستې په باب  هم ووئیل ،  په دغې غونډې کې  دیوې لارې په نقشې سره پخلا شوی یوو او هیله مند یم چې  په سمه توګه  اجرا شی.