سعودی د یمن پائېتخت بمباری کړ
سعودی جنګی الوتکو نن د یمن په پائېتخت صنعاء کښې په ودانۍ باندې بمباری وکړه چې له امله یې په لسګونو کسان مړۀ او ژوبل شول.
د سباء خبری اژانس د رپوټ له مخې د یمن یوې امنیتی سرچینې وویل د سعودی په دغه حمله کښې د صنعا د جنائی تحقیقاتو ودانی ویجاړه شوه او تر وروستیو رپوټونو له مخې تر اوسه پکښې لږ تر لږه دوه تنه ووژل شول او له شلو زیات ژوبل شول.
یمنی سرچینو د قربانیانو د شمېر د زیاتېدو د حتمال خبر ورکړ.
سعودی عرب د امریکې، اماراتو او ځینو نورو هیوادونو په ملاتړ سره د یمن د مستعفی او فراری ولسمشر بیا اقتدار ته د ستنولو په بهانه د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې راهسې په یمن حملې شروع کړې او ورسره یې دغه هیواد د ځمکې، سمندر او هوا له لارې بیخی کلابند کړی دی او د عربستان په بریدونو کښې تراوسه په یمن کښې لسګونه زره کسان وژل شوی او زخمی شوی دی او میلیونونه نور کډه په سر شوی دی.