عراق په سوریې کښې د ترکیې دخالت وغنده
Feb 04, 2018 17:09 Asia/Kabul
بغداد یو متعادل سیاست لري او له خپلو حقوقو له شاته کیدو پرته، له ټولې نړۍ سره د اړیکو د ټیګښت غوښتونکی دی.
د عراق د بهرنیو چارو وزیر د سوریې په عفرین ښار کښې د ترکیې د پوځي عملیاتو په غبرګون کښې وویل: بغداد د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې د حکومتونو د دخالت خلاف دی.
ابراهیم الجعفري نن همداشان وویل: بغداد یو متعادل سیاست لري او له خپلو حقوقو له شاته کیدو پرته، له ټولې نړۍ سره د اړیکو د ټیګښت غوښتونکی دی.
الجعفري همداشان د نړۍ له ټولو هیوادونو وغوښتل چې د عراق له بیارغاونې سره د مرسته کونکو هیوادونو په غونډه کښې چې ټاکل شوې په کویت کښې جوړه شي، ګډون وکړي.
ټیګونه