په یمن د عربستان وحشیانه بمباري روانه ده
Feb 05, 2018 03:12 Asia/Kabul
د یمن په صنعا او صعده ولایتونو د عربستان په هوایی حملو کې کابو اوه کسان مړه او په لسګونو ژوبل شول.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې د سعودي جنګي الوتکو پرون په صنعا ولایت کې د جنایی تحقیقاتو په ودانۍ برید وکړ چې له امله یې اوه کسان مړه اوتر اوو پنځوسو زیات ژوبل شول.
په عین حال کې المیسره چینل اعلان وکړ چې د میدي صحرا په شمال کې په حجه ولایت کې دسعودي تالي څټو په مرکز د یمني ځواکونو په برید کې یو شمیر تالي څټي ووژل شول.
په یمن د عربستان تیري د دغه هیواد د مستعفي ولسمشر منصورهادي د ستنولو لپاره له تیرو کابو دریو کلونو پیل شوی چې پکې تر اوسه په لسګونو زره یمنیان مړه ژوبل او په لکونو کډوال شوې دي.
ټیګونه