یمن د سعودی تالی څټو په سنګرونو دویم توغندے وویشتۀ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i64971-یمن_د_سعودی_تالی_څټو_په_سنګرونو_دویم_توغندے_وویشتۀ
د یمن د فوځ توغنده ای یونټ نن د یمن په لویدیځه غاړه کښې د سعودی د تالی څټو په سنګرونو دویم بالېسټک ټوغندے وروتوغوۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 05, 2018 15:46 Asia/Kabul
  • یمن د سعودی تالی څټو په سنګرونو دویم توغندے وویشتۀ

د یمن د فوځ توغنده ای یونټ نن د یمن په لویدیځه غاړه کښې د سعودی د تالی څټو په سنګرونو دویم بالېسټک ټوغندے وروتوغوۀ.

د فارس خبری اژانس د رپوټ له مخېد یمن خبری سرچینو وویل دغه بالېسټک توغندے هاهر اېم دوه ډوله دے چې نن سحر د سعودی د جنوب د عسیر صوبې په خمیس مشیط سیمه کښې د ملک فېصل فوځی اډه باندې له بالېسټک توغندی له ویشتلو نه څو ګېنټې پس وتوغولے شو.

د دغه توغندی له کبله د سعودی تالی څټو د سرتاوانونو دقیق رپوټ لا نه دے خپور شوے.

د یمن د فوځی او ولسی ځواکونو توغندی یونټ د تېرې هفتې چارشنبې په ورځ هم یو قاهر اېم دوه بالېسټک توغندے د دغه هېواد د شمال په الجوف صوبه کښې د سعودی تالی څټو په سنګرونو وویشتۀ.

د سعودی په خاوره د یمن د فوځ توغنده ای حملې د نوی میلادی کال له شروع څخه زیاتې شوې دی په دا ډول د روان ۲۰۱۸ کال له جنورۍ نه تر اوسه پورې دیارلس بالېسټک توغندی ویشتل شوی دی.سعودی عرب د امریکې، اماراتو او ځینو نورو هیوادونو په ملاتړ سره د یمن د مستعفی او فراری ولسمشر بیا اقتدار ته د ستنولو په بهانه  د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې راهسې په یمن حملې شروع کړې او ورسره یې دغه هیواد د ځمکې، سمندر او هوا له لارې بیخی کلابند کړی دی او د عربستان په بریدونو کښې تراوسه په یمن کښې لسګونه زره کسان وژل شوی او زخمی شوی دی او میلیونونه نور کډه په سر شوی دی.