ترهګرو په دمشق د هاوان برید کړی
Feb 06, 2018 17:05 Asia/Kabul
د سوریې د پلازمینې دمشق ښار په باب توما سیمې د ترهګرو د هاوان په حمله کښې درې سوریا وال وژل شوي او اته نور ژوبل شول.
د سوریې د پلازمینې دمشق ښار په باب توما سیمې د ترهګرو د هاوان په حمله کښې درې سوریا وال وژل شوي او اته نور ژوبل شول.
د ایرنا د خبر له مخې ترهګرو ډلو همداشان په باب توما سیمه کښې د خلکو کورونو ته هم سخت تاوان ورسوه.
رپورټونه وايي پر یادې سیمې د ترهګرو له حملې وروسته مرستندویه ایمبولنسونه سیمې ته رسیدلي دي. د مرګ ژوبلې د زیاتیدو احتمال هم ورکول کیږي.
ټیګونه