د يمن خلقو د محمد بن سلمان په محاکمه تاکيد وکړ
د يمن خلقو د دغه هېواد په پائېتخت صنعاء کښې د ملګرو ملتو د دفتر مخې ته په خپل هېواد باندې د سعودي د تيريګر ائتلاف د حملو په دوام باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې او د سعودي د وليعهد محمد بن سلمان د محاکمې غوښتنه يې وکړه.
د العالم د رپوټ له مخې د يمن يو شمېر خلق نن مازيګر په دغو مظاهرو کښې په ګډون او نعرو په وهلو سره محمد بن سلمان جنګي جنايتکار وبلۀ.
له دې مخکې هم د يمن خلقو په ځلونو په خپلو هېواد باندې د سعودي د حملو او د يمن د لارو په تړلو باندې په نيوکې سره په صنعا کښې د ملګرو ملتو د دفتر په وړاندې مظاهرې کړې دي.
له بلې خو سعودي جنګي الوتکو نن د يمن د حجه صوبې په حرض او ميدي سيمو کښې په مختلفو ځايونو لس ځل بمبارۍ وکړې.
د سعودي تيري ګرو ځواکونو همدارنګ د يمن د صعده صوبې د منبه او غمر پوله ايزو سيمو مختلفو ځايونه د خپلو هاونونو او توغنديو هدف وګرځول.
د يمن فوځي او ولسي ځواکونو هم د سعودي د وحشيانه حملو په ځواب کښې نن د الجوف صوبې په خب او الشعف سيمو په المهاشمه محاذ کښې د سعودي تالي څټو يو فوځي ګاډې تباه کړ چې پکښې يو شمېر تالي څټي په هلاکت ورسېدل.