دلبنان لومړی وزیر بیا دسعودی عربستان له پاچا سره ولیدل
دسعودی عربستان دپاچا استازی نزار العولا د دوشنبې په ورځې له سعد حریری سره په کتنې کې سعودی عربستان ته دسفر لپاره هغه ته رسمی بلنه ورکړې وه .
مهر خبری آ ژانس د الاخباریه ټیلیویژنی چینل له قوله راپور ورکړی ، د لبنان لومړی وزیر سعد االحریری چې نن سعودی عربستان ته په رسمی سفر تللی ، د دغه هیواد له پاچا ملک سلمان سره ئې د دواړو هیوادونو د د دوواړخیزو اړیکو اودسیمې د وروستیو بدلونونو په باب خبرې اترې کړی دی .
دسعودی عربستان دپاچا استازی نزار العولا د دوشنبې په ورځې له سعد حریری سره په کتنې کې سعودی عربستان ته دسفر لپاره هغه ته رسمی بلنه ورکړې وه ، دا لومړنی ځل دی چې د سعد الحریری له جنجالی استعفی وروسته هغه په رسمی ډول یو ځل بیا سعودی عربستان ته دلبنان دلومړی وزیر په توګه په سفر تللی او له سعودی چارواکو سره لیده کاته کوی .
سعد حریری دتیر کال په نومبر کې سعودی عربستان ته په ناڅاپی سفر تللی ؤ او د ایران او دغه راز د لبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ په ضد دسختې لهجې څرګندونو له مطرح کولو وروسته استعفی ورکړې وه ،خو د هغه داستعفی له اعلانه یوه میاشت وروسته دفرانسې په وساطت سره بیرته بیروت ته ستون شو او دلبنان له لوړپوړو چاروکو سره له مشورو وروسته ئې بیرته خپله استعفی واپس کړې وه .
ډیرو شناندو اوکارپیزاندو د غه استعفی دسعودی چارواکو د دباؤ له امله بللې او حتی د لبنان ولسمشر میشل عون په ډاګه وئیلی وو چې سعد حریری په ریاض کې نیول شوی دی . دغو پیښو دلبنان اوسعودی عربستان اړیکې هم ترینګلی کړې او د کارپیژاندو په وینا، لبنان ته د نزار العولا سفر له بل هر څه زیات د دغو اړیکو دبیا رغاونې لپاره دریاض د هلوځلو په موخې سره ترسره شوی دی .