ایران عراق ، سوریې او روسیې دترهګرۍ په ماتی ټینګار وکړ
-
په بغداد کښې د څلور ګوڼه پوځي ملګرتیا د مرکز په جوړلو کښې د دوستو هیوادونو په ملګرتیا او غږملتیا سره د عراق دپوځ د دړې وړې کیدا مخه ونیول شوه .
زمونږخبریال وایی د ایران داسلامی جمهوریت، د عراق ، سوریې او دروسیې استازیو په سیمه کښې د ترهګرۍ تر کاملې ماتی پورې د بغداد د امنیتی ملګرتیاو د مرکز په پیاوړتیا ټینګار وکړ .
دعراق دفاع وزیر« عرفان الحیالی »پرون په بغداد کښې د داعش ضد د څلورګوڼه مرکز د کتنې په وخت ترهګرۍ ته په ماتی ورکولو کښې د بغداد دحکومت بریالیتوبونه دعراق له حکومت سره د ایران ، سوریې او دروسیې د ملګرتیا له کبله وبلل .
هغه په دې خبرې سره چې عراق ته د داعش ډلې په نفوذ سره دهیواد پوځ کاملا کمزوری شوی وو وویل په تیرو دوه نیمو کلونو کښې په بغداد کښې د څلور ګوڼه پوځی ملګرتیا د مرکز په جوړلو کښې د دوستو هیوادونو په ملګرتیا او غږملتیا سره د عراق دپوځ د دړې وړې کیدا مخه ونیول شوه او داعش ډلې په کامل ډول ماتی وخوړله .
دایران داسلامی جمهوریت استازی او پوځی اتاشی «مصطفی مرادیان» هم د پوځی او دفکری برخې په شمول په سیمه کښې د ترهګرو دپلانونو دماتی لپاره د څلورو (۴)هیوادونو د ملګرتیا په پراختیا او د کوټلیتا دساتلو پرضرورت ټینګار وکړ .
په بغداد کښې د داعش پرضد د څلورګوڼه مرکز کښې د روسیې استازی هم ټینګار وکړ په سیمه کښې پوځی بریالیتوبونو ماسکو د بغداد د امنیتی مرکز د فعالیتونو ددوام ډیر ملاتړ ضرورت ته اړ کړی او د روسیې پوځ دبغداد دامنیتی مرکز د فعالیت د دوام غوښتونکی دی .
دبغداد په څلور ګوڼه امینتی مرکز کښې د سوریې استازی هم په سیمه کښې دترهګرۍ تر کاملی ماتی پورې د بغدا د امنیتی مرکز په پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ .