د آستانه د غونډې پاییزه بیانیه خپره شوه
په سوریه کښې د اوربند د ضمانت کونکو هیوادونو یعنې ایران، روسیې او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو نن د آستانې د غونډې په پاییزه بیانیه کښې، د سوریې د کړکیچ د هواري لپاره د هلوځلو په دوام ټینګار وکړ.
د ایرنا د خبر له مخې محمد جواد ظریف، سرګئي لاوروف او مولود چاووش اوغلو په دغه خبرپاڼه کښې په سوریه کښې د ښکیلو ټولو لورو ترمینځ د موثره تعامل د دوام او له فرقه پالنې د ډډه کولو غوښتنه وکړه.
په دغه بیانیه کښې له ترهګرۍ په تیره بیا داعش سره په مبارزه کښې د ډله ایزو هلوځلو د قدرونې په ترڅ کښې، د سوریې د کړکیچ د سیاسي هواري د بهیر د پیلولول لپاره د ضروري حالاتو په برابرولو، د سوریې په خپلواکۍ، حاکمیت، وحدت او ځمکنۍ بشپړیتا باندې په ژمنتیا او د دغه هیواد د کړکیچ د هواري لپاره د پوځي حل لارې په نشتوالي ټینګار وشه.
دې خبرپاڼې همداشان په نښتو کښې ګیرو سیمو ته زرترزره د انساندوستانه مرستو د لیږلو او د اوربند له خلاف ورزۍ د ډډه کولو غوښتنه کړې ده.
د ایران، روسیې او ترکیې خارجه وزیران د ۲۰۱۸ کال د راروانې اپریل میاشتې په څلورمه نیټه په ترکیې کښې د راتلونکې درې اړخیزې غونډې په جوړیدو سلا شول.
د آستانه مذاکرات د ۲۰۱۷ کال له جنورۍ څخه د ایران د اسلامي جمهوریت په نوښت او د روسیې او ترکیې په ملګرتیا سره په سوریې کښې د صلحې د ټینګښت په موخه پيل شوي دي. د دې مذاکراتو نتیجه په سوریه کښې د شخړو د کمونکو سیمو رامینځته کول دي.