دسورئې پوځ په ختځې غوطې کې دوسلوالوڅو ورکشابونه هم کشف کړل
دسورئې ځینو رسنیو راپورورکړی ، د سورئې پوځ او مقاومتی ځواک په حرستا سیمې کې چې دوه ورځې مخکې دتکفیری ترهه ګروله سپیرۀ وجوده آزاد شوی ، د چاودیدونکو توکو ، دهاوانونو دګولیو او نورو تجهیزاتو دجوړولو پنځه ورکشاپونه هم کشف کړی او دغه راز ئې په زرګونو کلوګرامه چاودیدونکی توکی هم کشف کړی دی
دسورئې په حرستا سیمې کې دتکفیری ترهه ګرو ستر سلاکوټونه اود چاودیدونکوت وکوستر ورکشاپونه کشف شوی دی
الاخباریه ټیلیویژنی چینل راپورورکړ د سورئې په پلازمینې دمشق دترهه ګرو حملې دهاو انونو حملې هماغه راز دوام لری او وئیل کیږی چې په دمشق کې په الفیحاء سپورتی کمپلیکس باندې دهاوان په حملې کې یو شمیر کورونه وران شوی اوی وشمیر کسانو ته هم مرګ ژوبلې اوښتی دی .
په عین حال کې دسورئې ځینو رسنیو راپورورکړی ، د سورئې پوځ او مقاومتی ځواک په حرستا سیمې کې چې دوه ورځې مخکې دتکفیری ترهه ګروله سپیرۀ وجوده آزاد شوی ، د چاودیدونکو توکو ، دهاوانونو دګولیو او نورو تجهیزاتو دجوړولو پنځه ورکشاپونه هم کشف کړی او دغه راز ئې په زرګونو کلوګرامه چاودیدونکی توکی هم کشف کړی دی
دلبنان العهد انټرنیټی سایټ هم راپور ورکړی ، دسورئې پوځ د دشمق په ختیځې غوطې سیمې کې په عین ترما برخې کې دآزادو شوو سیمو دکور کور لټولو په وخت دوسلوالو ترهه ګرو یو شمیر کندل شوی سرنګونه هم کشف کړی او وئیل کیږی چې دغه سرنګونه څوکلومیټره ا وږده دی او له دغو لارو ترهه ګرو د اکمالاتی شیانو د وړو راوړو لپاره استفاده کوله .