دسورئې ختیځی غوطه سیمې د آزادیدو په درشل کې ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i68148-دسورئې_ختیځی_غوطه_سیمې_د_آزادیدو_په_درشل_کې_ده
د دمشق په ختیځی غوطه سیمې کې میدانی سرچینې وائی ، دسورئې پوځ او مقاومتی ځواک دختیځی غوطه سیمې په جنوبی برخو کې دترهه ګرو له غونډولو وروسته خپل ځواکونه د دوما سیمې په لور دپاکونکو عملیاتو لپاره لیږدولی دی، څو دغه سیمه چې دسورئې پوځ کلابند کړې او د دمشق په ختیځ کې د تکفیری ترهه ګرو یوازینی وروستۍ ځاله ده ، د دغو تکفیری داعشیانو له سپیره وجوده پاکه کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2018 12:03 Asia/Kabul
  •  دسورئې  ختیځی غوطه سیمې د آزادیدو په درشل کې ده

د دمشق په ختیځی غوطه سیمې کې میدانی سرچینې وائی ، دسورئې پوځ او مقاومتی ځواک دختیځی غوطه سیمې په جنوبی برخو کې دترهه ګرو له غونډولو وروسته خپل ځواکونه د دوما سیمې په لور دپاکونکو عملیاتو لپاره لیږدولی دی، څو دغه سیمه چې دسورئې پوځ کلابند کړې او د دمشق په ختیځ کې د تکفیری ترهه ګرو یوازینی وروستۍ ځاله ده ، د دغو تکفیری داعشیانو له سپیره وجوده پاکه کړی .

دلبنان  المینار ټیلیویژنی چینل نن راپور ورکړی و  دسورئې حکومت د دغه هیواد دپوځ او ولسی مبارز ځواک له خوا په ختیځی  غوطه سیمې  کې د پاکونکو عملیاتو  دبشپړ سر ته رسولو   په تمه دی ،څو په چټکۍ سره په دغو داعش ځپلو سیمو کې  په تاوانی شوو او له داعشیانو  خالی شوو  سیمو کې  خدمات  په کلی توګه پیل  کړی که څه  هم لومړنی  خدماتو رسول پیل شوی  دی .

  دهغو سیمو اوسیدونکی چې    خدمات رسول پکې پیل شوی  دی ،   دضروری خدماتو له رسولو  په تیره بیا  د روغتیائی او بهداشتی   خدماتو تر ډیره حده راضی دی .  په دغو سیمو  کې ایمبولانسونه   دیره شوی او   په ختیځی غوطه سیمې کې   د آزادو شوو سیمو  اوسیدونکو ته  لازم خدمات رسوی .

 په عین حال کې  دسورئې پوځی یونټونه هماغه راز  دهغو عامو خلکو د ویستلو لپاره  چې   په ختیځی غوطه سیمې کې  ترهه ګرو کلابند کړی ، دکرارو شرائطو  تامینولو ته دوام ورکوی .