دسعودي وهابی مفتی د وحشي صهونیسټي رژيم د تقلیدمرجع شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i68224-دسعودي_وهابی_مفتی_د_وحشي_صهونیسټي_رژيم_د_تقلیدمرجع_شو
دصهونیسټ رژیم دپوځ ویندوي د دغه ولسی لاریون دغیر شرعي بللو لپاره د عربستان د فتوا ګانو د دایمي کمیټې او د عالمانو دپلاوي د مسئول مقام صالح بن فوزان په قول اوفتوا ا ستناد کړی ، چې وئيلي ئې وو ، مظاهرې اوپرلتۍ وهل له مسلمانانو سره مربوط نه دي او دا دکافرانو کار دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 29, 2018 13:47 Asia/Kabul
  •  دسعودي وهابی مفتی د وحشي صهونیسټي رژيم  د تقلیدمرجع شو

دصهونیسټ رژیم دپوځ ویندوي د دغه ولسی لاریون دغیر شرعي بللو لپاره د عربستان د فتوا ګانو د دایمي کمیټې او د عالمانو دپلاوي د مسئول مقام صالح بن فوزان په قول اوفتوا ا ستناد کړی ، چې وئيلي ئې وو ، مظاهرې اوپرلتۍ وهل له مسلمانانو سره مربوط نه دي او دا دکافرانو کار دی .

فارس خبري آژانس  دعربی ۲۱خپرونې له قوله راپورورکړی ،  د صهونیسټي رژيم دپوځ ویندوي آویخائ ادرعي  په : د بیرته ستنیدا د حق ستر لاریون ،نومې غورځنګ چې ټاکل شوې  سبا جمعې ورځّې   له نیواکي فلسطین سره دغزې په پولې کې ترسره شي ، یرغل وکړ او  دسعودي عربستان دمفتي په فتوا په استناد سره  ئې ووئيل ،  د دغه  لاریون ترسره کیدا  روا نه ده . 

 راپورښئ  آویخائ  ادرعي  په دوام کې ،  دصهونیسټ رژیم   له نورو چارواکو سره په یووخت  ، :د بیرته  ستنیدا دحق  ستر لاریون: نومې  غورځنګ  باندې په ټکونو سره  دا لاریون  د بلوه اوبغاوت لاریون وبالۀ.

 هغه   ورپسې   د دغه  ولسی لاریون  دغیر شرعي بللو لپاره  د  عربستان د فتوا ګانو د دایمي کمیټې  او د  عالمانو دپلاوي  د مسئول مقام  صالح  بن فوزان  په قول اوفتوا   ا ستناد کړی ،  چې وئيلي ئې وو ، مظاهرې اوپرلتۍ وهل   له مسلمانانو سره  مربوط  نه دي او   دا دکافرانو کار دی .

 دصهونیسټ رژيم دپوځ ویندوي  همداراز  دعربستان د یوه بل مفتي   محمد بن صالح العثیمین  فتوا ته  اشاره وکړه چې  هغه  وئيلي دي ، پرلت وهنې شر دی ، ځکه   دبلواؤ لامل کیږي .

  صهونیسټي وحشي رژيم  سیا  په  جمعې ورځې  د  بیرته ستنیدا دحق  دستر لاریون  نومې  غورځنګ  د  ترسره کیدا په درشل کې   دفلسطین په نیواکي ټاټوبي کې  دحالاتو په  لاترینګلتیاؤ  اندیښمن دی . 

 په وروستیو څو ورځو کې  د دغه ستر ولسی لاریون  په ضد دصهونیست رژیم  بیلابیلو چارواکو   سخت غبرګونونه  ښودلي دي .  د صهونیسټ رژيم دپوځ   لوي درستیز ګادی آیزنکوت  هم وئيلی دي ، له فلسطنینو لاریون کونکو سره د مقابلې لپاره ئې  له غزې تړانګې سره د نیواکي فلسطین په پولې کې څه د پاسه سل   سنائيپران  دیره کړي دي .

  له دې مخکې د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس دسیاسی دفتر یوه مسئول مقام  محمد الزهار  دفلسطین  داطلاع رسونې له مرکز سره په خبرو کې  ټينګار کړی ؤ ،   وحشي صهونیسټي رژيم پوهیږي  دبیرته ستنیدا دحق  ستر لاریون به ،  د دغه   رژيم  لپاره  غمیزه رامینځةکونکي نتیجې ولري .