روسیه په سورئې کې دامریکاد پوځي شتون په تثبیتیدا اندیښمنه ده
داسې ښکاري ، امریکا او دهغو متحدان دسورئې په خاورې کې خپلې مورچلې او مرکزونه تثبیتوي اوپیاوړي کوي ئې ، او روسیه په دې باب سخته اندیښنه لري .
زمونږوخبریال العالم ټيلیویژنی چینل له قوله راپورراکړ دروسیې د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زخارووا په ماسکو کې خبری کنفرانس کې دسورئې د بدلونونو په باب ووئیل، د ملګروملتو استازي به د سورئې په ختیځې غوطه سیمې کې غیر پوځي کسانو ته دانساني مرستو لیږدولو ته دوام ورکړي . هغې په دوام کې زیاته کړې ، داسې ښکاري ، امریکا او دهغو متحدان دسورئې په خاورې کې خپلې مورچلې او مرکزونه تثبیتوي اوپیاوړي کوي ئې ، او روسیه په دې باب سخته اندیښنه لري .
میرمن زاخارووا په دوام کې ووئيل ، دسورئې په ختیځې غوطې کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې عملیات په ختمیدا دي او نور به ډير زر په دغو سیمو کې دبیارغاونې چارې هم پیل شي . هغې په دوما کې د ترهه ګرو ډ لو موضوع ته په اشارې سره ووئيل ، ترهه ګرې ډلې تر دې دمه دوما ښار په نیواک کې لري او د دغه ښار زیاتره اوسیدونکو د سترو لارو په وسیله خپل ژوند ژغورلی او کرارو سیمو ته ئې ځانونه رسولي دي .