په سورئې کې دامریکا شتون غیر قانونی اوغیر اوصولی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i68436-په_سورئې_کې_دامریکا_شتون_غیر_قانونی_اوغیر_اوصولی_دی
لاؤروف بیا روښانه کړې ، امریکا په سورئې کې خپل شتون یوازې په پوځی مرکزونو جوړولو سره پیاوړی نه کوی ، بلکې حکومتِ مرکزونه جوړوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 03, 2018 02:16 Asia/Kabul
  •  په سورئې کې دامریکا شتون غیر قانونی اوغیر اوصولی دی

لاؤروف بیا روښانه کړې ، امریکا په سورئې کې خپل شتون یوازې په پوځی مرکزونو جوړولو سره پیاوړی نه کوی ، بلکې حکومتِ مرکزونه جوړوی .

ایرنا خبری آژانس  بیګا راپور ورکړی ، دروسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف  په یو لړ څرګندونو کې وئیلی دی ،باید هیره نشی ،  چې امریکا  خپل  هوائی او ځانګړی ځواک  په غیر قانونی توګه سورئې ته  لیږدولی دی ،  او دسپینې ماڼۍ  په وسیله  جوړ شوی پوځی ا ئیتلاف  هم  غیر قانونی دی .

 هغه په دوام کې زیاته کړې ،  امریکا د ملګروملتو منشور چې  د دغې موسسې د ټولو غړو هیوادونو دحاکمیّت او مځکنۍ بشپړتیا حق  ته  په احترام  ټینګار کوی ،   خلاف ورزی کړې ده .

 لاؤروف  بیا روښانه کړې ،  امریکا په سورئې کې  خپل شتون  یوازې په پوځی   مرکزونو  جوړولو سره  پیاوړی نه کوی ، بلکې   حکومتِ مرکزونه  جوړوی .

 هغه زیاته کې ، امریکائی چارواکو په کرتو وئیلی دی ، چې  دسورئې  دویشلو پلان تعقیبوی ، خو مونږ ئې قانع کړائ شوی نه یوو ، چې دغه شان  موخه نه لری .

 د روسیې  دخارجه وزیر دغه څرګندونې   په  نزدې راتلونکی کې   دسورئې  دپریښودو په باب دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ  د وروستۍ ادعا په غبرګون کې  مطرح شوی دی .