مقاومت اومبارزه دمظلوم فلسطین دژغورنې یوازینۍلاره ده
داسلامی انقلاب معظم لارښود او د مسلمینوولی امرحضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای دفلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس دسیاسی دفتر دمشر اسماعیل هنیه د څه موده مخکې لیک په ځواب کې ټینګار کړی ، له غاصب ،دروغجن او دوکه ورکونکی رژیم سره دخبرواترو په لور حرکت ، یوه نه بخښونکی تیروتنه ده، چې د فلسطین د ملت بریالیتوب ځنډوی او کړیدلی او مظلوم ملت ئې له تاوان ورکولو پرته بله پایله نه لری .
داسلامی انقلاب معظم لارښود او د مسلمینوولی امرحضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای دفلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس دسیاسی دفتر دمشر اسماعیل هنیه د څه موده مخکې لیک په ځواب کې ټینګار کړی ، له غاصب ،دروغجن او دوکه ورکونکی رژیم سره دخبرواترو په لور حرکت ، یوه نه بخښونکی تیروتنه ده، چې د فلسطین د ملت بریالیتوب ځنډوی او کړیدلی او مظلوم ملت ئې له تاوان ورکولو پرته بله پایله نه لری .
ولی امر مسلمین له فلسطین او دهغه له مجاهدانو په بشپړ ملاتړ کې دایران داسلامی جمهوریت پر همیشنیو دریځونو په ټینګار سره د فلسطین د موضوع حل ، له غاصیب رژیم او دهغه له ملاتړو سره دمبارزې سختول او په اسلامی نړۍ کې دمقاوم او مبارز لوری پیاوړتیا وبلله .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای پرون ناوخته د دغه لیک په ځواب کې روښانه کړې ، بې شکه دمظلوم فلسطین د نجات او د میړنی او سرلوړی ملت ته د اوښتو ټپونو د درملنې یوازینۍ لاره مبارزه او مقاومت دی .
دوی دغه راز ټینګار کړی ، د اسلامی امت دسترو چیلنجونو ، دسیمې دځینو عربو هیوادونو د خیانت او نفاق او له سترې شیطانې امریکا د هغوی په پیروۍ کې دهغوی له خباثته د ډکو دسیسو او دغه راز د دښمن د جنایتونو اوظلمونو په وړاندې د لومړنۍ کرښې د مبارزانو په توګه د فلسطینیانو دمجاهدات په باب د اسماعیل هنیه په لیک کې مطرح شوی موضوعګانې مونږ تائیدوو او مونږ له تاسو هر ډول مرسته او پشتیبانی خپله دنده ګڼو .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای دغه راز جوته کړې ، نن سبا دسالامی امت لپاره اقتدار او عزت بیرته ترلاسه کول ، د استکبار او دهغو د خبیثو نقشو په وړاندې له مقاومت سره تړلی دی، او د فلسطین موضوع، داستکبار په مقابل کې د درستو نړیوالو اسلامی موضوعګانو په سر کې ده.
ولی امر مسلمین همداراز ټینګار کړی ، په اسلامی او عربی هیوادونو کې ملتونه په تیره بیا میړنی ځوانان او هم هغه حکومتونه چې د فلسطین د موضوع په نسبت مسئولیّتونه احساسوی ، باید دغه ستره دنده په بشپړ ډول جدی وګڼی او په مدبّرانه او حماسی مجاهدت او هلوځلو سره دښمن د زوال په لور شاتګ ته اړباسی .
د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس دسیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه څه موده مخکې داسلامی انقلاب معظم لارښود ته په یوه لیک کې ، د اسلامی مقاومت د کلا په توګه د غزې د نسکوریدا او د نیواکګر رژیم په ضد دمبارزې دختمولو او دغه راز له د غه جنایتکار رژیم سره دسیمې د ا ړونده واکوالانو داړیکو عادی کیدا په موخې سره دقدس او دفلسطین دمظلوم ملت په ضد د استکبار د سترې دسیسې اړخونو ته په اشارې سره داسلامی مقاومت له غورځنګ حماسڅخه د اسلامی انقلاب د معظم لارښود اوولی امر مسلمین دلارښونو اود ایران دملت دملاتړونو قدرونه کړې وه .