مقاومت اومبارزه دمظلوم فلسطین دژغورنې یوازینۍلاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i68552-مقاومت_اومبارزه_دمظلوم_فلسطین_دژغورنې_یوازینۍلاره_ده
داسلامی انقلاب معظم لارښود او د مسلمینوولی امرحضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای دفلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس دسیاسی دفتر دمشر اسماعیل هنیه د څه موده مخکې لیک په ځواب کې ټینګار کړی ، له غاصب ،دروغجن او دوکه ورکونکی رژیم سره دخبرواترو په لور حرکت ، یوه نه بخښونکی تیروتنه ده، چې د فلسطین د ملت بریالیتوب ځنډوی او کړیدلی او مظلوم ملت ئې له تاوان ورکولو پرته بله پایله نه لری .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 05, 2018 00:44 Asia/Kabul
  • مقاومت اومبارزه دمظلوم فلسطین دژغورنې یوازینۍلاره ده

داسلامی انقلاب معظم لارښود او د مسلمینوولی امرحضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای دفلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس دسیاسی دفتر دمشر اسماعیل هنیه د څه موده مخکې لیک په ځواب کې ټینګار کړی ، له غاصب ،دروغجن او دوکه ورکونکی رژیم سره دخبرواترو په لور حرکت ، یوه نه بخښونکی تیروتنه ده، چې د فلسطین د ملت بریالیتوب ځنډوی او کړیدلی او مظلوم ملت ئې له تاوان ورکولو پرته بله پایله نه لری .

 داسلامی انقلاب معظم لارښود او د مسلمینوولی امرحضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  دفلسطین د  اسلامی مقاومت غورځنګ حماس  دسیاسی دفتر دمشر  اسماعیل هنیه  د څه موده مخکې لیک په ځواب کې  ټینګار کړی ،  له غاصب ،دروغجن او  دوکه ورکونکی رژیم سره  دخبرواترو په  لور حرکت ، یوه نه بخښونکی  تیروتنه ده، چې  د فلسطین  د ملت  بریالیتوب   ځنډوی  او  کړیدلی  او مظلوم ملت  ئې له  تاوان ورکولو پرته بله  پایله نه لری . 

 ولی امر مسلمین  له فلسطین او دهغه له مجاهدانو  په بشپړ ملاتړ کې  دایران داسلامی جمهوریت  پر همیشنیو دریځونو په ټینګار سره  د فلسطین د موضوع  حل ،  له غاصیب رژیم او دهغه له ملاتړو سره  دمبارزې سختول او  په اسلامی نړۍ کې  دمقاوم او مبارز لوری پیاوړتیا  وبلله .

  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  پرون ناوخته د دغه لیک په ځواب کې روښانه کړې ، بې شکه  دمظلوم فلسطین   د نجات او  د میړنی او سرلوړی ملت  ته  د اوښتو   ټپونو د درملنې  یوازینۍ لاره  مبارزه او مقاومت  دی .  

 دوی دغه راز ټینګار کړی ،  د اسلامی امت دسترو چیلنجونو ، دسیمې دځینو عربو  هیوادونو د خیانت او  نفاق او  له سترې شیطانې امریکا  د هغوی  په پیروۍ کې  دهغوی  له خباثته  د ډکو دسیسو او  دغه راز   د دښمن  د جنایتونو اوظلمونو  په وړاندې  د لومړنۍ کرښې  د مبارزانو په توګه د  فلسطینیانو دمجاهدات  په باب د  اسماعیل هنیه په لیک کې مطرح شوی  موضوعګانې  مونږ تائیدوو  او مونږ  له تاسو  هر ډول مرسته او پشتیبانی  خپله دنده ګڼو .

   حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  دغه راز جوته کړې ،  نن سبا  دسالامی  امت لپاره   اقتدار او عزت  بیرته ترلاسه کول ، د استکبار   او دهغو د خبیثو نقشو  په وړاندې  له مقاومت  سره تړلی دی،  او د فلسطین موضوع،  داستکبار په مقابل کې د  درستو نړیوالو اسلامی موضوعګانو په سر کې ده.

 ولی امر مسلمین  همداراز ټینګار کړی ،  په اسلامی او عربی هیوادونو کې  ملتونه په تیره بیا  میړنی ځوانان  او هم هغه حکومتونه چې  د فلسطین د موضوع په  نسبت  مسئولیّتونه احساسوی ، باید  دغه ستره  دنده  په بشپړ ډول جدی وګڼی  او  په مدبّرانه او حماسی مجاهدت  او هلوځلو سره  دښمن  د زوال په لور شاتګ ته اړباسی .

 د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس  دسیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه  څه موده مخکې   داسلامی انقلاب معظم لارښود ته   په یوه لیک کې ،  د اسلامی مقاومت د کلا په توګه د  غزې  د نسکوریدا او  د نیواکګر رژیم   په ضد دمبارزې دختمولو او دغه راز  له د غه جنایتکار رژیم سره   دسیمې د ا ړونده واکوالانو  داړیکو عادی کیدا  په موخې سره   دقدس او  دفلسطین دمظلوم ملت  په ضد د استکبار  د سترې دسیسې اړخونو  ته  په اشارې سره  داسلامی  مقاومت له غورځنګ حماسڅخه د اسلامی انقلاب  د معظم لارښود اوولی  امر مسلمین  دلارښونو اود ایران دملت  دملاتړونو قدرونه کړې  وه .