دعربستان په لیشلو سره به په سوریی کې باتې شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i68560-دعربستان_په_لیشلو_سره_به_په_سوریی_کې_باتې_شو
امریکایان وایی دسورئې دراتلونکی لپاره به له خپلو متحدانو سره دملګرتیا لپاره په دغه هیواد کې پوځی شتون ته دوام ورکړو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 05, 2018 02:17 Asia/Kabul
  • دعربستان په لیشلو سره به په سوریی کې باتې شو

امریکایان وایی دسورئې دراتلونکی لپاره به له خپلو متحدانو سره دملګرتیا لپاره په دغه هیواد کې پوځی شتون ته دوام ورکړو .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ ،   دامریکا سپینې ماڼۍ   په سورئې کې د  امریکا دپوځی شتون د دوام  دتوجیه لپاره  دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، واشنګټن  په سورئې کې  د داعش دله مینځه وړلو لپاره  په دغه هیواد کې  د امریکا دپوځی ماموریت  له ختمیدا سره سره ،  له خپلو متحدانوسره د دغه هیواد دراتلونکی په باب ملګرتیاکوی .

  په دغې اعلامیې کې راغلی دی ، په سورئې کې د داعش د له مینځه وړلو لپاره  پوځی ماموریت ختم شوی دی، او دغه ډله  تقریبا په بشپړ ډول  له مینځه تللې ده، خو   په عین حال کې سپینې ماڼۍ    همداراز  ادعا کړې ده ، چې امریکا به   د داعش دریښو د ویستلو لپاره  په سورئې د خپلو متحدانو  سره  دملګرتیا  او  د د غه هیواد د  راتلونکو پروګرامونو لپاره  ملګرتیا وکړی .

خو په  همداوروستیو کې د امریکا ولسمشر  ډونالډ ټرمپ په  ډآګه  وئیلی دی ،چې که سعودی عربستان  غواړی په سورئې  کې پاتې شی ، نو باید په دغه  هیواد کې د  امریکا  د پوځی شتو درستې لګښتونه ورکړی ، چې  د امریکا د ولسمشر  دغه  غوښتنه د هغه په لاس هماغه دسعودی عربستان د  لیشلو  دوام دی .