امریکا له سورئې خپل پوځیان نه وباسی
ډونالډ ټرمپ په پنجشنبې ورځې یو ځل بیا په شپږو میاشتو کې د داعش په ضد د امریکائی پوځ دماموریت دختمولو غوښتنې کړې ، او وئیلی ئې دی ، امریکا په مینځنی ختیخ سیمې کې د خپل شتون په اولسو کلونو کې اوه ټریلّین ډالر خرڅ کړی دی ، خو په سیمې کې د دغه هیواد شتون ، له وژلو ،کنډوالو پرته بل څه عاید نه دی ترلاسه کړی .
واشنګټڼ پوسټ ورځپاڼې په یوه تحلیل کې ددې پوښتنې په مطرح کولو سره چې آ یا ډونالډ ټرمپ له سورئې پوځونه ویستلی شی ؟ لیکلی دی ، له سورئې دامریکا وتل ، د ا مریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا هغه مطرح شوی ادعا ده چې څیړنو اوسپړنو ته اړتیا لری .
دغې امریکائی خپرونې په سورئې کې په پاتیکیدا سره د امریکا د ګټو دیوه لیسټ په وړاندې کولو سره دا نتیجه اخستې ده چې امریکا له سورئې خپل پوځیان نه وباسی .
دغې خپرونې له سورئې دمریکائی عسکرو د ویستلوپه ضرورت د ټرمپ ټینګار ته په اشارې سره زیاته کړې ، هغه لیونی پیغامونه چې د ټرمپ حکومت په وروستیو څو ورځو کې دسورئې په باب خپرۀ کړی دی ، سربداله کونکی دی .
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې همداراز روښآنه کړې ، ډونالډ ټرمپ ، له سورئې د امریکائی ځواک د زر ویستلو لپاره د خپلې ګروهنې او له دغه هیواده دامریکائی عسکرو د ویستلو له امله د تشې په باب دپوځی اندیښنو په دوه لاری ولاړ دی .