امریکاپه سورئې کې دکیمیائی وسلو دهرډول څیړنومخه نیسی
ډیری خپلواکه سرچینو تائید کړې ده چې دسورئې په ځینو سیمو کې داعشی تکفیریانو له کیمیائی وسلو استفاده کړې ،څو امریکا او لویدیځی ملاتړی ئې تور پر سوروال حکومت ولګوی او همدا د سورئې پر مځکې دحملې لپاره یوه پلمه وګرځی .
د سورئې سانا خبری آژانس راپورو رکړی ، د سورئې خارجه وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی، امریکا نه پریږدی ، له کیمیائی وسلو د دمشق داستفادې په باب دادعاګانو په اړه څیړنې په سمه توګه ترسره شی ، دامریکایانو د دغه اقدام علت هم د ادی چې که دغه څیړنې وشی ، نو له کیمیائی وسلو د دمشق د استفادې په باب د هغوی دروغ ښکاره کیږی .
امریکا او لویدیځ له ډیرو مودو راهسې د دمشق حکومت دسورئې په بیلابیلو سیمو په تیره بیا په ختیځې غوطې سیمې کې له کیمیائی وسلو په استفادې تورنوی .
تیر کال هم د امریکا پوځ دسورئې دشمال لویدیځ په ادلب ولایت کې په خان شیخون سیمې کې د کیمیائی حملې په پلمه چې د سورئې حکومت ته ئې نسبت ورکړی ؤ ، د الشعیرات پوځی مرکز په توغندیو وویشت .
داپه داسې حال کې دی چې ډیری خپلواکه سرچینو تائید کړې ده چې دسورئې په ځینو سیمو کې داعشی تکفیریانو له کیمیائی وسلو استفاده کړې ،څو امریکا او لویدیځی ملاتړی ئې تور پر سوروال حکومت ولګوی او همدا د سورئې پر مځکې دحملې لپاره یوه پلمه وګرځی .