دبحرین حکومت باید د خلکو حقونه په رسمیت وپیژندی
-
بحرین په مینځني ختیځ کښې د ترټولو کوچني هیواد په توګه ترټولو زیات سیاسي بندیان لري .
زمونږ خبریال وایی دبښنې نړیوالې موسسې ایمنیسټی اینټرنیشنل (Amnesty International) په یوې بیانیې کښې ټیڼګار وکړ د ال خلیفه رژیم چارواکی باید د بیان دازادۍ ، د صلح ایزو غونډو دترسره کولو او په ازادۍ سره د تګ راتګ په زمینه کښې دبحرین دخلکو حق په رسمیت وپیژندی .
د بښنې نړیوالې موسسې مخکې هم په ځلونو دبحرین په ال خلیفه رژیم غږ کړی وو چې د هیواد دخلکو دحقونو درنښت وکړی .
د بحرین خلکو د ۲۰۱۱ میلادی کال د فرورۍ دمیاشتې له څوارلسمې(۱۴) نیټې راهیې د ال خلیفه دیکتاتور رژیم پرضد سوله ایزو مظاهرو ته دوام ورکړی .
دبحرین خلک د ازادۍ ، د عدالت دټینګیدا او د توپیر دختمیدا او د یوه (۱)منتخب حکومت د واک ته د رسیدا غوښتنه کوی خو ال خلیفه رژیم د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو د پوځیانو په مرستې سره چې په دغه هیواد کښې دیره دی د خلکو اعتراضونه په سخته ځپی .
د بحرین ال خلیفه رژیم د ولسی اعتراضونو د غلی کولو لپاره د حکومت زیات مخالف مشران نیولې او د دوسیو په جوړولو سره یې هغوې په اوږدې مودې بند محکوم کړی دی .
د بشری حقوقو موسسې وایی بحرین په مینځنی ختیځ کښې د ترټولو کوچنی هیواد په توګه ترټولو زیات سیاسی بندیان لری .