امریکا دې د سوریې په حکومتي سنګرونو برید وکړي
Apr 08, 2018 16:59 Asia/Kabul
د صهیونیسټي رژيم د کابینې دوو غړو په دوما سیمه کښې په کیمیاوي حملې باندې د دمشق په تورنولو سره د سوریې د حکومت په سنګرونو د امریکې د حملې غوښتنه وکړه.
فارس خبري آژانس لیکلي په داسې حال کښې چې د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترش نن وویل چې د دمشق د اطرافو په دوما سیمه کښې د کیمیاوي حملې په هکله رپورټونو نه شي تاییدولی او روسیې هم د دمشق خلاف شوې ادعاوې رد کړې دي، د صهیونیسټي رژيم چارواکي د بشارالاسد د حکومت په مرکزونو د امریکې د حملې غوښتونکي دي.
دا غوښتنه د اسرائیلو د کورني امنیت وزیر ګیلعاد اردان او د دغه رژيم د آبادۍ وزیر یواف ګالانټ کړې ده.
ټیګونه