امریکا نړیوالو قوانینو ته هیڅ پابندی نه کوی
وروستی راپورونه ښئ چې د سورئې خارجه وزارت په همداوروستیو کې په رسمی توګه د کیمیائی وسلو دبندیز موسسې ته بلنه ورکړې ،څو د دمشق دختیځی غوطې سیمې په دوما ښار کې دې د کیمیائی وسلو دکارولو دادعاګانو په باب دڅیړنو لپاره دغه هیواد ته حقیقت موندونکی ډله ورولیږی څو بې پلوه څیړنې وکړی .
روئیټرز خبری چینل راپورورکړی ، په ملګروملتو کې د سورئې استازی بشار جعفری د دغې موسسې د امنیت شورا په غونډې کې دامریکا په ګواښونو په سختو نیوکو سره وئیلی دی ، امریکا سورئې ته د هغو ترهه ګرو ډلو لپاره وسلې او مهمات لیږدوی چې دسورئې د ملت په حق کې ئې خورا وحشی ډ وله جنایتونه کړی دی .
بشار الجعفری د سورئې په حمص ولایت کې د په ټی فور هوائی ډګر داسرائیلو د وروستۍ توغندوی حملې په محکومولو سره ووئیل ، دغه یرغلونه چې د امنیت شورا د ۳۵۰پریکړه لیک ښکاره خلاف ورزی ده، دیوشمیر سوریاوالو دشهادت او ټپی کیدا لامل شوی دی .
هغه زیاته کړې ، د اسرائیلو دغه حملې د دمشق ښار له شاوخوا او د سورئې له نورو سیمو د وسلوالو ترهه ګرو ډلو په شړلو کې د سورئې دعربی پوځ په بریالیتوب غیر مستقیم غبرګون دی .
په ملګروملتو کې د سورئې استازی روښانه کړې ، د امنیت شورا دځینو غړو د روغ د ډل وژونکو وسلو په معنا دی ، همدغه هیوادونه په دروغو سره هڅه کوی ، په سورئې ګوزار وکړی او په دغه جنګ ځپلی هیواد حملو لپاره فضا برابره کړی ، چې باید نړیواله ټولنه د دغو تیریو او خلاف ورزیو مخه ونیسی .