دسورئې دجنګ لګښتونه دعربانو له جیبونو ورکول کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i69018-دسورئې_دجنګ_لګښتونه_دعربانو_له_جیبونو_ورکول_کیږی
د لبنان دپارلیمان مشر نبی بری پرون مازدیګر دپارلیمان له ځینو غړو سره په کتنې کې په سورئې د امریکا داحتمالی پوځی یرغل په نسبت په خبرداری ورکولو سره ټینګار کړی ، د دغې حملې لومړنی قربانی دسیمې دثبات له او وحدت له مینځه تلل دی او د سورئې د خلکو د وینې دبهیدا، کوچیدا او د تاسیساتو او هستوګنو سیمو په کنډوالو بدلیدا به وی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 12, 2018 02:56 Asia/Kabul
  •  دسورئې دجنګ لګښتونه دعربانو له جیبونو ورکول کیږی

د لبنان دپارلیمان مشر نبی بری پرون مازدیګر دپارلیمان له ځینو غړو سره په کتنې کې په سورئې د امریکا داحتمالی پوځی یرغل په نسبت په خبرداری ورکولو سره ټینګار کړی ، د دغې حملې لومړنی قربانی دسیمې دثبات له او وحدت له مینځه تلل دی او د سورئې د خلکو د وینې دبهیدا، کوچیدا او د تاسیساتو او هستوګنو سیمو په کنډوالو بدلیدا به وی .

 ایرناخبری آژانس راپور وروکړی،  د  فلسطین دآزادۍ لپاره  ولسی جبهې  هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دی ،  په سورئې   په حملې کې د ګډون لپاره دځینو عربو  هیوادونو چمتووالی ، داستعمار ګرو هیوادونو له سپیرو پروژو د دغو هیوادونو دتابعیّت او  تالی څټیتوب ښودنه کوی .

 امریکا  د  سورئې په ختیځی غوطې سیمې دوما کې  له کیمیائی وسلو په استفادې د سورئې د حکومت په تورنولو سره  ګواښ کړی ، چې  د دغه اقدام ځواب به ډیر زر ووینی .