دسورئې دجنګ لګښتونه دعربانو له جیبونو ورکول کیږی
د لبنان دپارلیمان مشر نبی بری پرون مازدیګر دپارلیمان له ځینو غړو سره په کتنې کې په سورئې د امریکا داحتمالی پوځی یرغل په نسبت په خبرداری ورکولو سره ټینګار کړی ، د دغې حملې لومړنی قربانی دسیمې دثبات له او وحدت له مینځه تلل دی او د سورئې د خلکو د وینې دبهیدا، کوچیدا او د تاسیساتو او هستوګنو سیمو په کنډوالو بدلیدا به وی .
ایرناخبری آژانس راپور وروکړی، د فلسطین دآزادۍ لپاره ولسی جبهې هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، په سورئې په حملې کې د ګډون لپاره دځینو عربو هیوادونو چمتووالی ، داستعمار ګرو هیوادونو له سپیرو پروژو د دغو هیوادونو دتابعیّت او تالی څټیتوب ښودنه کوی .
امریکا د سورئې په ختیځی غوطې سیمې دوما کې له کیمیائی وسلو په استفادې د سورئې د حکومت په تورنولو سره ګواښ کړی ، چې د دغه اقدام ځواب به ډیر زر ووینی .